راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

د افغانستان بانک: کابل بانک له ستونزو سره مخ نه دی

د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت
وروستی بدلون 10 06 1389 06:55 PM

د افغانستان بانک هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګوندې کابلبانک له ستونزو سره مخامخ شوی دی او د پځوا په څېر به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

وروسته ترهغې چې د کابل بانک په کاري نظام کې د ستونزو د پیدا کېدو راپورونه خپاره شول د افغانستان بانک وایي، چې دا اوازې ناسمې دي او نوموړی خصوصي بانک خپل فعالیتونه په منظم ډول پرمخ وړي.

د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کابل بانک له مشر سره په یوه ګډ خبری کنفرانس کې وویل، چې د کابل بانک په مشرتابه پلاوي کې بدلون راغلی خو د ده په خبره د دې خصوصي بانک خدمتونه د پخوا په څیر دوام لري:

"کابل بانک هیڅ ډول مالي ستونزه نه لري، همدا اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دې بانک فعالیتونه روان دي او هیڅکله به مالي ستونزه پیدا نه کړي.

زه تاسوته ډاډ درکوم چې د افغانستان بانک له ټولو امکاناتو سره د کابل بانک شاه ته ولاړ دی او خلک دې له خپاره شوو خبرونو او اوازو څخه اندیښنه نه کوي."

دا څرګندونې وروسته ترهغې کیږي، چې ځینو لویدیځو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د کابل بانک د ځینو مهمو برخه والو ترمنځ ستونزې ولاړې شوي او دوی نه غواړي، چې له دې وروسته یې پانګې په کابل بانک کې یوځای وي.

د دې راپورونو له خپریدو سره سم په کابل او ولایتونو کې خلکو ته اندیښنې را پیدا شوې او یوشمېر خلک چې په دې بانک کې پیسې لري د بېرته ایستلو په هڅه کې یې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خلکو سلګونه ملیونه ډالره پانګه په دې بانک کې ده او په ځینو ولایتونو کې د دولتي مامورینو تنخواوې هم د دې بانک له لارې ورکول کیږي.

په عین حال کې د کابل بانک مشرشیرخان فرنود ډاډ څرکندوي، چې دغه خصوصي بانک هیڅ ډول ستونزه نه لري او په مرکز او ولایتونو کې یې فعالیتونه منظم روان دي:

"موږ د یوه مسلکي او مجرب کس په لټه کې وو، مسعود خان موسی غازي دغه وړتیا درلوده او هغه مو د کابل بانک د رییس په توګه وټاکه. له دې پرته هیڅ ستونزه نشته او دا ډول اوازې او خبرونه ناسم دي."

په افغانستان کې دا مهال ترپنخلسو زیات خصوصي بانکونه فعالیت لري او ډیرشمېر خلک خپلې پیسې په دغو بانکونو کې ساتي خو داسې اندیښنې هم له خلکو سره شته چې دا بانکونه ډیر د باور وړ نه دي او ترډیره پیسې له افغانستان څخه بهرانتقالوي.

خو د افغانستان بانک وایي، چې کابل بانک او نورو خصوصي بانکونو ته د ډاډ او باور له ترلاسه کولو وروسته په هېواد کې د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او خلک دې له دې امله هیڅ ډول اندیښنه نه لري.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس