د کندهار د حج او اوقافو ريس په يوې بمي حمله کې ووژل شو
د چارواکو په وینا چاودېدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و. وروستی بدلون 10 06 1389 05:29 PM
د کندهار ولایت د حج او اوقافو ريس محمد حسن تيموري نن سهار شاوخوا لس بجې د خپل موټر چلونکي سره په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال سر دارمحمد ځاځي د پيښې په ځای کې ازادي راډيو ته وويل، چې چاوديدونکي توکي په موټر سايکل ځای پرځای شوي وو او چاودنه هغه مهال وشوه کله چې ريس د دفتر څخه موټر ته د پورته کيدو په حال کې و.
د قومندان په خبره په دغه پيښه کې درې تنه ملکي وکړي هم ټپيان شوي دي.
"هغه وخت چې د حج او اوقافو ريس د دفتر نه راوځي خپل شخصي موټر ته پورته کيږي، يو موټر سايکل چې په هغه کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو، فکر کوم د ريموټ کنټرول حمله وه دی په شهادت رسيږي."
محمد حسن تيموري د تيرو دو مياشتو را په ديخوا د کندهار د حج او اوقافو د ريس په توګه ټاکل شوي و.
که څه تر اوسه د حج او اوقافو د ريس د وژنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی خو له دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور ريس عبدالمجيد بابی او د کار او ټولنيزو چارو ريس دوست محمد ارغستاني هم په جلا جلا توګه وژل شوي ووؤ چې د وژلو پړه يې وسلوالو طالبانو په غاړه اخستې.
راپور: محمد صادق رښتينى