پاکستان: د پوځیانو په هوايي برید کې ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
په دې برید کې پاکستاني پوځیان دعوا کوي چې وسله یې په نخښه کړي دي. وروستی بدلون 10 06 1389 03:52 PM
د پاکستان د هوايي ځواکونو په هغه بريد کې چې د خيبر اجنسۍ پر لرې پرته سيمه تيرا ترسره شوې دېرش تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
له سيمې نه په رارسېدليو رپوټونو کې ويل شوي، چې پوځي هلیکوپټرو د سې شنبې په ماښام پر نري بابا، شين برنګ او سندانه نومي سیمو باندې پرله پسې بريدونه کړي چې د امنيتي مسوولینو په وینا دېرش تنه په کې وژل شوي او یوزیات شمېر نور ټپیان دي.
پوځي سرچينو په نخښه شوي خلک د دولت مخالف وسله وال ښودلي، يوتن امنيتي مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل، چې په دغه بريد کې د دولت د مخالفو وسله والو يوشمېر پټنځايونه، روزنيز پوځي مرکزونه او پر چاودېدونکيو موادو بار موټر له منځته وړل شوي.
"په دغه بريد کې چې د هوايي ځواک د الوتکو له خوا ترسره شوې د مخالفینو روزنيز مرکزونه، د ځان وژونکيو بريدونو لپاره چمتو کړل شوي موټر او د هغوی د اف. ام. راډیو مرکز په نخښه شوي.
زموږ د مالوماتو له مخې دېرش تنه مخالفين وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان دي، چې ډېری يې د لشکر اسلام او له سواته راغلي وسله وال وو."
نوموړي په دغه بريد کې د وسله والو جنګياليو د څلورو مرکزونو او دولسو موټرو چې په وينا يې د ځان وژونکيو بريدونو لپاره تياره کړل شوي ول د له منځه وړلو ادعا کړې.
که څه هم نوموړي د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل خو په وینا يې دا چې ځینې وسله وال جنګيالي له خپلو کورنيو سره يوځای اوسېږي ځکه نو امکان لري، چې يوشمېر ښځې او ماشومان هم په کې وژل شوې وي.
بل خوا سيمه ييزو خلکو د دولت دغه ادعا چې ګواکې په نخښه شوي خلک مخالف وسله وال جنګيالي ول په کلکه رد کړې او ويلي يې دي، چې ټپيان او وژل شوي ټول د سيمې ولسي خلک ول چې څه يې په خپلو کورونو او يوشمېر يې د لارې په اوږدو کې د سفر پر مهال په نخښه شوي.
د حمید الله جان په نوم يوتن چې د پېښې يوشمېر ټپیان يې پېښور ته راوړي د تليفون پر ليکه ازادي راډیو ته وویل، چې په نخښه شوي خلک ځايي اوسېدونکي وو، چې په وينا يې له هېڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.
"په دغه برید کې زما بابا او يوتره هم لګېدلي، د هغوی په ګډون هېچا له تروریستانو سره هېڅ ډول تړاو نه درلود، دغه خلک خپلو کورونو او ځینې يوې او بلې سيمې ته تلل چې د پوځي هليکوپترو تر بريد لاندې راغلل."
د يادونې وړ ده چې يوشمېر ازادو سرچينو هم په دغه پېښه کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.
که څه هم دولتي سرچينو د ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلی خو د ځينې ازادو سرچينو په وینا په دغه بريد کې شاوخوا څلوېښت تنه ټیان شوي.
پر تيرا باندې دغه برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د پاکستان پوځ له تېرې څه مودې راهيسې د دغې درې په يوشمېر سيمو کې د مخالفو وسله والو پر خلاف تصفيوي عملیات پيل کړي، چې ځینې مهال په کې ولسي خلک هم په نخښه کېږي.
له دې وړاندې د روان ميلادي کال د اپرېل پر لسمه نېټه په سره ويله نومي سيمه کې په يوه ورته برید کې ۶۲ تنه ولسي خلک وژل شوي و، هغه مهال پوځي سرچینو دغه خلک مخالف وسله جنګيالي ښودلي ول خو وروسته د پوځ او ځايي قومي جرګې د څېړنو په ترڅ کې جوته شوه چې وژل شوي خلک ځايي اوسېدونکي وو.