راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

معنوي: په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره نوي پلانونه لرو

د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون رييس فضل احمد معنوي د مشرانو جرګې غونډې ته ور بلل شوی و.
وروستی بدلون 09 06 1389 08:38 PM

د افغانستان د انتخاباتو خبلواک کمیسیون د افغانستان مشرانو جرګې ته ډاډ ورکړی، چې د ولسي جرګې لپاره د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره نوي پلانونه لري.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه رانیږدې کیږي، په شفافه او عادلانه توګه د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې هم زیاتیږي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د رڼو انتخاباتو لپاره به ځانګړي اقدامات وشي.

د دې کمیسیون ريیس فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د تیاریو د معلوماتو د ورکولو په وخت د دغو اقداماتو په اړه وویل:

"د رایو له شمېرنې وروسته یو ځانګړی فورم، چې له پخوا عیار شوی، د هماغه ډېټابېس له مخې، چې دلته عیار شوی، باید د رایو پاڼې راورسیږي، له هغه وروسته به دغه نتایج هم په اعدادو او هم په حروفو رسیږي.

په پام کې ده، چې زموږ ډېټابېس په کمرو سمبال شي تر څو ښه کنترول ورباندې ولرو. له دې سره مو بیا هم وغوښتل، چې د همدغو فورمونو پایلې سکن کړو او په انترنېټ کې یې کاپي کړو. دا ټولې هغه تیاری دي، چې موږ د درغلیو د مخنیو لپاره نیولي دي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس همداراز د هغو ستونزو یادونه هم وکړه، چې د ولسمشری په انتخاباتو کې موجودې وې، خو ټینګار یې وکړ، چې له بېلابېلو لارو چارو به په انتخاباتو کې د ستونزو له تکرار څخه د مخنوي هلې څلې وشي.

د مشرانو جرګې غړو د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د د سیمه ییزو چارواکو او زورورو کسانو د لاسوهنې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

دوی ویره څرګنده کړه چې د والیانو او ولسوالانو په ګډون یو شمیر سیمه یېز چارواکي به د خپلې خوښې کاندیدانو ته کار وکړي:

د مشرانو جرګې غړې انجنیر محمدالدین همدرد وايي:

"د کندز د خلکو اندېښنې له سیمه ییزو زورواکو له خوا دي، چې کېدی شي د انتخاباتو په ورځ د ځان په ګټه له خپل زور څخه کار واخلي او سوء استفاده وکړي."

د مشرانو جرګې غړي همداراز انتقاد کوي، چې په امنو سیمو کې هم د رای ورکونې د ډېر شمېر مرکزونو او محلونو د تړل کیدو پریکړه شوې او په دې اړه يي د معلوماتو غوښتنه وکړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس وویل، چې یوازې په ناامنیو سیمو کې د رایې ورکولو له نه سوو څخه د ډیرو مرکزونو د تړل کیدو پریکړه، په انتخاباتو کې د شفافیت په هدف شوې.

راپور: ماریا صدیقي
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس