رفعت: د ۱۴ نورو کاندیدانو نومونه له لیست څخه وتوږول شول
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی او ویاند ضیا رفعت وروستی بدلون 09 06 1389 08:27 PM
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له دولتي ادارو او خلکو څخه وغوښتل ترڅو د ولسي جرګې هغه کاندیدان ورته په ګوته کړي، چې تر اوسه پورې یې له خپلو دولتي دندو څخه استعفاوې نه دي کړي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي د هغو کاندیدانو د موندنې لټون ته به دوام ورکړي چې تر اوسه پورې یې خپلې دولتي دندې نه دي پریښې.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی او ویاند ضیا رفعت د چهارشنبې په ورځ هم اعلان وکړ، چې دغه کمیسیون څوارلسونو نور هغو کاندیدانو نومونه هم د ولسي جرګې د انتخاباتو له وروستي لست څخه لرې کړل، چې د دوی له خبرداریو سره سره یې له دولتي دندو لاس وانه خیست.
نوموړي خبریالانو ته وویل، دغه کاندیدان چې د کابل، هلمند، پکتیا، کندز، پروان او بغلان ولایتونو څخه ولسي جرګې ته کاندیدان وو، په ډله کې یې دوه میرمنې هم شاملې دي.
د انتخاباتو د قانون له مخې هر هغه کس چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته ځان کاندیدوي په دې موده کې خپلې دولتي دندې ته دوام نه شي ورکولای.
ښاغلی رفعت له دولتي ادارو او خلکو څخه په ټینګه وغوښتل، چې د هغو کاندیدانو په اړه معلومات ورکړي کوم، چې تر اوسه پورې له خپلو دولتي دندو استعفاوې نه دي ورکړي.
"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له دولتي ادارو او خلکو څخه غواړي ترڅو د هغو کاندیدانو په اړه معلومات ورکړي کومو، چې تر اوسه پورې له خپلو دولتي دندو څخه استعفا نه ده کړې، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا واک لري، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د تر سره کیدو پورې، هغه کسان چې دولتي دندې یې نه وي خوشې کړي د کاندیدی له حق څخه محروم کړي."
د ولسي جرګې را روانو انتخاباتو ته چې په ټول هېواد کې له دوه نیم زرو څخه ډیرو کسانو ځانونه کاندید کړي تر اوسه پورې یې شپږ اویا کسان د دوه لاملونو له مخې چې یو له نا قانونه وسله والو ډلو سره لاس لرل او بل دولتي دندو دوام ورکول دي، د کاندیدو له حق څخه محروم شوي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي، چې دوی هغه کاندیدانو ته چې دولتی دندې لري د استعفا لپاره نیټه هم ټاکلې وه، خو یوشمېر یې تر دې دمه استعفا نه وه کړې او خپلو انتخاباتي منډو ترړو ته یې دوام ورکړی و.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی ضیا رفعت همدا راز په یو شمیر ولایتونو کې ناامني د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په مخ کې یوه لویه ستونزه وبله او له امنیتی ادارو څخه یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
"کومه ستونزه چې د انتخاباتو پر وړاندې موجوده ده هغه د امنیت ستونزه ده.
وکتل شي چې امنیتي ادارو چې د انتخاباتو د ورځې لپاره د امنیت د ټینګښت ژمنې کړې وې ترکومه پورې کړي ژمنې په ښه توګه عملي کولای شي."
اوسمهال په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ته چې ټاکل شوې د وږي یا سنبلې میاشتې په اوه ویشتمه نیټه ترسره د کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ روانې دي.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د رایې ورکولو له ورځې اته څلویښت ساعته یعنې دوه ورځې مخکې پای ته رسیږي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي، چې دوی به په دې موده کې هڅه کوي ترڅو د کاندیدانو په اړه شي شکایتونه په وخت او سمه توګه وڅیړي.
راپور: ذکیه غیاثی