په کابل کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه
په دې غونډه کې د پښتنو او بلوڅو ګڼ شمېر قومي مشرانو او شاعرانو په کې ګډون کړی و وروستی بدلون 09 06 1389 07:31 PM
په غونډه کې د پښتنو او بلوڅو د قومونو په یووالی ټینګار وشو او وویل شول، چی پښتانه او بلوڅ تروریستان نه دي او نړیواله ټولنه باید هڅه وکړي چې د دوی د هر اړخیزو مرستو له لارې دا قومونه د تروریستانو له منګلو وژغوري.
د وږي یا سنبلې د میاشتې نهمه نیټه چې د پښتنو او بلوڅو له ورځې سره سمه ده، د سې شنبې په ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې ونمانځل شوه.
دا ورځ له کال یو زرو درې سوه او اته ویشتم لمریز راهیسې هرکال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کیږي.
په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي، د پښتنو او بلوڅو پر سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ژوند خبرې وکړې او د پښتنو او بلوڅو د قومونو د تاریخي ورځې په مناسبت یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت پیغام ولوست، چې په کې ذکر شوی وو:
"نن پښتانه او بلو څ د تروریستانو له لاسه ستونزو سره مخ دي. دا قومونه او قبایل تروریستان نه دي، موږ د دوی د برحقه مبارزو څخه د نړیوالو اصولو او د بشر د حقونو د کڼوانیسیونونو سره سم ملاتړکوو."
په غونډه کې وویل شول پښتانه اوبلوڅ د نړۍ د نورو قومونو په څېر حق لري، چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي او دا د مشرانو او حکومتونو دنده ده، چې د دوی سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ژوند ته پاملرنه وکړي
او پرې نه ږدي، چې د سولې دښمنان نور د دوی له سیمو او همدارنګه د دوی له بیوزلۍ او وروسته پاتي والي څخه، ناوړه ګټه پورته کړي.
په غونډه کې د پښتنو او بلوڅو د ټولنی په استازیتوب زرجان شینواري له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې نړیوالو مطبوعاتو ته دې دا اسانتیاوې برابرې کړي، چې د پښتنو او بلوڅو له روانو ستونزو څخه نړۍ خبره کړي.
ده له تروریستانو څخه د پښتنو او بلوڅو د خلاصون په مقصد نړیوالې ټولنې ته یولړ وړاندېزونه هم وړاندې کړل:
"له نړیوالې ټولنې، ناټو او ایساف څخه غواړو، چې دا سیمې او خلک دې له تروریستانو څخه وژغوري. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان د بشر د حقونو او په کابل کې د یوناما د دفتر له لارې د پښتنو او بلوڅو د ژوند ښه والي ته پاملرنه وکړي."
نن سبا امریکا، اروپا او د نړی اکثره سیاسي کړۍ په دې عقیده شوي دي، چې پښتانه او بلوڅ د تروریستانو ملګري نه دي، دی قومونو او قبایلو د تاریخ په اوږدو کې د دودیزو اصولو سره سم په سوله او ورورګلوي کې ژوند کړی دی، خو نن چې د دوی سیمې د تروریستانو په ځالو اوښتي دا د دوی له خوښي او رضا پرته یوعمل دی.
کارپوهان وایي، د دې لپاره چې له دغو سیمو څخه د ګاوڼدیو او حتی د نړۍ سوله له خطر سره مخ نه شي، په کار ده چې د تروریستانو د ځپلو ترڅنګ د پښتنو او بلوڅو اقتصادي او فرهنګي ژوند ته هم پراخ او جدي تدابیر ونیول شي.
راپور: خان محمد(سیند)