راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

له دندې نه د فقیریار ګوښه کول، د افغانستان او امریکا تر منځ نوې لانجه

د افغانستان د لویې څارونوالۍ مرستیا فضل احمد فقیریار
09.06.1389
وال سټریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د افغانستان د جګړې ستراتیژۍ درې میاشتې وروسته څیړي، له افغان ولسمشر سره نوې لانجه چې دا ځل د مرستیال څارنوال د ګوښه کېدو پرسره راپورته شوې، په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د بریالیتوب په اړه د امریکایي چارواکو شکونه زیات کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، د فضل احمد فقیریار ناڅاپي ګوښه کولو امریکایي چارواکي غافلګیر کړل او د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د زیات وضاحت غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پي. جې. کرولي وویل، هغې هڅې چې فقیریار پرمخ وړلې ډيرې مهمې وې او هغه کسان چې د اداري فساد قضیې تعقیبوي باید خپل کارونه له سیاسي مداخلې پرته پرمخ یوسي او دا هغه څه دي چې موږ یې له نژدې څارو ترڅو ووینو، چې د افغانستان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو ترکومه حده ولاړ دی.

وال سټریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې ډیر امریکایي چارواکي د دوبي په رخصتۍ تللي، په دی برخه کې د واشنګټن یو بشپړ رسمي دریځ به دامریکایی چارواکو په وینا ډیروخت ونیسي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایي چارواکي په دې اړه د یوه مانور لپاره پراخه زمینه نه لري ځکه واشنګټن د افغانستان له مشرتابه سره له ټکر څخه چې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلاري یواساسي جز ګڼل کیږي، ځان لیرې ساتي.

وال ستريت ژورنال لیکي، په افغانستان کې د امریکا پوځ ته د تلفاتو زیاتوالی، له دغې جګړې سره د امریکا په دننه کې په داسې حال کې اختلافاتو ته لا زیاته لمن وهلې، چې د نومبر په میاشت کې د کانګرس لپاره انتخابات ترسره کیږي.

دغه اختلاف په خپله د بارک اوباما په مشرۍ د ډموکراتانو په مڼځ کې زیات دی.

امریکایي چارواکي وایي، د فقیریار د ګوښه کېدو په اړه نویو اختلافاتو ته لمن وهل له ولسمشر کرزي سره د مشکلاتو ښکارندویي کوي.

دوی وایي، په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی د اداری فساد له وجې ترفشار لاندې دی، په خپلو خبرو کې که هغه خصوصي دي یا په عام محظر کې له انتقادونه او مقابلې څخه صرفه نه کوي.

والسټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو په حواله وایي، چې ولسمشر کرزی او د امریکا ترمنځ اړیکې په وروستیو کې امریکا ته د هغه له سفره وروسته ښې شوي اما دغه اړیکې وروسته ترهغې خرابې شوې، چې ولسمشر کرزي هڅه وکړه چې هغه ادارې ترخپل کنټرول لاندې راولي چې د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې په لوړه سطحه د فاسدو چارواکو د تقیبولو لپاره ګمارل شوې وې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روانې میاشتې په پیل کې سناتور جان کیري کابل ته واستاو ترڅو د ولسمشر کرزي د همکاري ډاډ حاصل کړي.

اما امریکایي چارواکو وروسته د ولسمشر کرزي د ژمنو په اړه شک څرګند کړ او د ښاغلي فقیریار ګوښه کول یې د ژمنو د نه پرځای کول وانګیرل.

اما د افغانستان د ولسمشرمطبوعاتي دفتر وایي، چې ښاغلی فقیریار چې د تقاعد سن ته رسیدلی و، د افغانستان د ادارې مقرراتو او اصولو له مخې تقاعد ته سوق شو.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس