د امریکا د کانګرس غړي له ولسمشر کرزي څخه خپه خپل هېواد ته ستانه شول
لارسن وايي، چې ښاغلي کرزي ته په کار ده، چې د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. وروستی بدلون 09 06 1389 12:49 PM
د امریکا د کانګرس غړیو چی تازه د افغانستان له سفره بېرته واشنګټن ته ستانه شوي دي، له ولسمشر حامد کرزي سره یې خپله کتنه ناراحت کونکې بللې ده.
د امریکا د کانګرس ډیموکرات غړی ریک لارسن چې تیره اوونۍ یې کابل ته له خپلو درېیو همکارانو سره سفر کړی و او او له ولسمشر کرزي سره یې هم لیدلي دي، پرون اسوشیېټډ پرېس اژانس ته وویل، چې ده له کرزي سره په دې غونډه کې ښه احساس نه کاوه ځکه چې دی په افغانستان کې د پرمختګونو د نشتوالي له کبله ډېر ناهیلی و او دغه غونډه چې یوساعت یې دوام وکړ ورته ډېره ځورونکې وه.
ښاغلي لارسن چې د استازیو د جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې غړی هم دی وویل، دا مساله ورته ډېره ځورنکې وه، چې کرزی د افغانستان د مشکلاتو ملامتي پرنورو اچوله خو پرځان یې هیڅ باک نه راوړ.
ښاغلی لارسن د افغانستان د ولسمشر وینا په دې خبرې خلاصه کړه، چې ښاغلی کرزی په خپل فکرهېڅ اشتباه نه لري.
لارسن وویل خو له دې سره سره د ولسمشر کرزي له دې خبرې سره موافق دی، چی د افغانستان ستونزې له پولې اخوا په پاکستان کې د القاعده او طالبانو له پناه ځایونو څخه سرچینه اخلي.
د ښاغلي لارسن په وینا امریکا په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د مخینوي لپاره پرهر مکمنه اقدام لاس پورې کوي او له دې سره جوخت پاکستان هم خپل نژدې متحد بولي.
د هغه په وینا امریکایي ځواکونه د پاکستان اردو ته روزنه ورکوي او له هغوی سره مرسته کوي، چې په څه ډول په هېواد کې د شخړو او د تروریزم د مخنیوي لپاره هلې ځلې پرمخ یوسي.
افغانستان ته له ښاغلي لارسن سره په دوه ورځني سفر کې د هغه درې همکاران ډیموکرات براین بیرد او جمهوري غوښتونکی، باب انګلیس او بیل شوستر ملګري وو.
دوی په دې سفر کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس، د امریکا له سفیر کارل ایکن بیري او نورو امریکایي چارواکو سره وکتل.
ښاغلي لارسن وویل، که څه هم په افغانستان کې یومخ د اداري فساد له منځه وړل ښایي امکان ونه لري خو ښاغلي کرزي ته په کار ده، چې د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د لارسن په وینا د امریکا د خلکو حوصله نوره پای ته رسیدلې ده.
لارسن دغه راز وویل، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له عراق څخه د ځواکونو د ایستلو او افغانستان ته د نورو ځواکونو د لیږلو په خاطر د ستاینې وړ دی.
هغه وویل اوباما د دې لپاره هلې ځلې کوي، چې هرڅومره ژر خپل ځواکونه بېرته امریکا ته راستانه کړي او هم غواړي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان یوځل بیا د القاعده او نورو تروریستي ډلو په اډې بدل نه شي.