راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

عاکفي: د ۱۵ تنو نورو نوماندو نومونه د ټاکنو له لیست نه لري کوو

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یوتن غړي سلطان شاه عاکفي
وروستی بدلون 08 06 1389 07:14 PM

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یو مسول سلطان شا عاکفي د دوشنبی په ورځ په کابل کې د دې کمیسیون د ټولو ولایتونو د ريسانو په یو روزنیز سمینار کې وویل چی د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو له وروستي لست څخه به یو شمیر نور نومونه هم لرې کړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په ټولو ولایتونو کې د دې کمیسیون سیمه ایزو مشرانو ته دوه ورځینی روزنیز سمینار جوړ کړ.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یوتن غړي سلطان شاه عاکفي وویل، دغه سیمنار د دوه ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی دی، چې د څلور دېرش ولایتونو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون سیمه ایزو مشرانو برخه اخیستې.

نوموړي وویل، په دې روزنیزه موده کې به دوی ته د انتخاباتو په موده کې د درغلیو د څرنګوالی او تشخیص په برخه کې معلومات ورکړل شي.

ښاغلي عاکفي وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د دې جوګه دی چې د ولسی جرګې په را روانو انتخاباتو کې هر ډول شکایتونه په موقع او سمه توګه وڅیړي.

"د تیرکال او سږ کال د کمیسیون په برخه کې فرق لیدل کیږي، تیرکال کمیسیون یواځې مرکزي و او یواځې دې کمیسیون ټول شکایتونه څیړلي وای، چې دا کار د کمیسیون په اوږو یو دروند بار و خو دا څل موږ پنځه دېرش کمیسیویونونه لرو، څلور دېرش ولایتي او یو مرکز کمیسیون او ډاډه یم چې دا ځل به زموږ همکاران هم په مرکز او هم په ولایتونو کې په ښه کیفیت پر وخت او سیمه توګه شوي شکایتونه وڅیړي."

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مسولینو دا هم وویل، چې د دوی د څیړنې له مخې تر اوسه پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو له لیست څخه نږدې دوه شپیته کاندیدان ایستل شوی.

دوی وايي، ټاکل شوی چې په نږدی راتلونکي کې شاوخوا پنځلس نور کاندیدان هم په انتخاباتو کې د ګډون له حق نه له دې امله محروم شي چې له خپلو دولتي دندو نه یې استعفاوې نه دي کړي.

دوی وویل، د هغو محروم شویو کاندیدانو نومونه چې د رای ورکونې په رای پاڼه کې شته دي، که چیرې رایې ورکړل شي نو دغه رایې باطلې ګڼل کیږي.

په عین حال کې دې روزنیزې دوې ورځینۍ غونډې ته له یوشمیر ولایتونو څخه راغلو کسانو په ځینو ولایتونو کې د امینتي وضعې له خرابیدو اندیښنه وښوده.

د پکتیکا ولایت د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون سیمه ایز مشر اختر محمد په دې اړه وویل:

"موږ دلته د رایې اچونې د بهیر د څارنې د زده کړې لپاره راغلي یو هلته امنیت ډېر خراب دی، په ټول ولایت کې د شپې له خوا د طالبانو واک وي خو د ورځې له خوا بیا حکومت وي.

د کانې ورځ پنځوس په سلو کې د تخلف خطر شته."

د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون داسې مهال پر وخت او په سمه توګه د شکایتونو د څیړنې خبر ورکوي، چې د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه یوشمېر محروم شوي کاندیدان په ځانګړي توګه ښځې پر یاد شوي کمیسیون انتقاد کوي، چې د دوی په برخه کې په سمه توګه قضاوت نه دی کړی او حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وایي، چې دوی په دې کمیسیون کې د لوړي درجې د زده کړې کسان په دنده ګمارلي او هڅه کوي، چې د کاندیدانو په اړه سمه پریکړه وکړي.

راپور: ذکیه غیاثي
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس