راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

حسیني:لیک لوست باید په افغانستان کې لومړیتوب ولري

د افغانستان د پوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې مرستیال محمد سرور حسیني
08.06.1389

د افغانستان د پوهنې وزارت د لیک لوست یا د سواد د زده کړې معینیت وايي، سږ کال د سیپټمبر میاشتې پر(اتمه) د لیک لوست زده کړې د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې به له افغان دولت او نړېوالې ټولنې څخه د دې برخې لپاره د نوېو مرستو غوښتنه وکړې.

د خلکو د لیک لوست د زده کړې د کچې لوړول، په لېرې پرتو سیمو کې د لیک لوست زمینه برابرول، د لیک لوست یا سواد زده کړې په ادارو او مرکزونو کې د ظرفیتونو لوړول او په دې برخه کې د نوېو مرستو ترلاسه کول، هغه مهمې غوښتنې دی، چې د افغانستان د پوهنې وزارت به یې د لیک لوست یا سواد د نړېوالې ورځې په لمانځل غونډه کې مطرح کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې مرستیال محمد سرور حسیني د دوشنبې په ورځ د خپلو دغو څرګندونو پر وخت خبریالانو ته وویل، افغان دولت او نړېواله ټولنه باید د لیک لوست زده کړه په افغانستان کې د عمومي


لومړیتوب په توګه وپیژني:

”موږ له دولت او نړېوالې ټولنې څخه غواړو چې د لیک لوست زده کړه د هېواد د عمومي لومړیتوب په توګه په رسمیت وپېژني.

دې لویي ستونزې ته په پام سره منابع، بودیجه او امکانات ورته ځانګړې کړي او د دې پروګرام لپاره یې وکاروي“

ښاغلي حسیني وویل، د جنګ جګړو په وروستېو لسیزو کې دولتونو د لیک لوست برخه ته پام نه دی کړی خو په وروستیو
حسیني:موږ له دولت او نړېوالې ټولنې څخه غواړو چې د لیک لوست زده کړه د هېواد د عمومي لومړیتوب په توګه په رسمیت وپېژني.
څو کلونو کې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

نوموړي وویل چې، د لیک لوست زده کړې دوه ډوله پروګرامونه لري یو سیمه ایز مرکزونه او بل د جوماتونو د ملا امامانو له خوا عملي کیږي او د همدې لپاره په هره ولسوالۍ کې 9 کسیزه ګروپونه جوړ شوي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې 5 لکه کسان چې عمرونه یې له 15 څخه تر 45 کلونو پورې دي د لیک لوست په زده کړه بوخت دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړي د پروګرامونو عمومي رئیس الله باز جم بیا وایي چې تر 1393 کال پورې به 3 میلیونه خلک لیک لوست زده کړي.

د لیک لوست نړېواله ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د سپټمبر پر 8 لمانځل کیږي، د لیک لوست زده کړې چارواکي وايي چې په دغه ورځ به د دوي یوه غوښتنه دا وي چې د لیک لوست زده کړې 9 میاشتنۍ دوره 2 کالو ته وغځول شي او په دې سره به د دوی پروګرام بشپړ شي.

معصوم میوند- کابل
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس