راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / سېمه / پاکستان

د پیښور په صدر سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره نښته شوی

وروستی بدلون 06 06 1389 06:14 PM
د پېښور ښار د صدر سيمې په اړوندو کې د امنيتي ځواکونو او نا پېژاندو وسله والو بريدګرو ترمنځ تر مخامخ نښتې وروسته ويل کېږي چې بريد کوونکي يوې مهمې دولتي ودانۍ ته په ننوتو بريالي شوي، خو چارواکي وايي دغه ودانۍ يې له څلورو لورېو کلا بنده کړې او دولتي ځواکونه یې د نيولوپه هڅه کې دي.

پېښه په هغه سیمه کې رامنځته شوې چېرته چې د امريکا کونسلګري، ګڼ شمېر مهم پوځي تاسيسات او په لنډ واټن کې هوايي ډګر او هم بل لور ته يې په شاخوا يو کیلومترۍ کې د ايالتي حکومت د والي، وزير اعلا او نورو مهمو دولتي چارواکيو دفترونه موجود دي.

د اطلاعاتو ايالتي وزير او د حکومت وياند ميا افتخارحسين د پېښې ځای تر څېرمه خبري رسنيوته وويل:

(دا  چې تاسې ته مالومه ده دا مهال د حکومت زياته پاملرنه د سیلابونو له امله د اوښتو زيانونو او سيلاو ځپلو سيمو پر لور ده، ځکه نو تروريستانو له دغې موقې نه په استفادې سره دغه بريد ترسره کړی، دوی غواړي له پښتونخوا نه بيروت جوړ کړي او نړېوالو ته وښيي چې دلته نه سوله شته او نه امنیت، خو موږ به  د خپل سر په بيه له خپلې خاورې او خلکو نه دفاع وکړو اوهيچاته به دا اجازه ورنه کړو چې د دې سيمې امنيت ګډوډ کړي.)

د خيبر پښتونخوا مشر وزير بشیر بلور د بريد کوونکيو د شمېر په اړه وويل، چې تر اوسه په دې اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي، هغه دغسې مهمې سيمې ته د وسله والو بريدکوونکيو ننوتل د امنيتي ځواکونو ناکامي وبلله او زياته يې کړه چې په دې اړه به بشپړې څېړنې ترسره شي.

وروسته تر هغې چې د پېښور ښار مرکز صدر ته څېرمه د ګوره قبرستان په سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ ډزې وشوې امنيتي ځواکونو شاوخوا ټولې لارې تړلي او سيمه يې کلا بنده کړې او د ځکمنيو ځواکونو ترڅنګ هوايي ځواکونه د هیلیکوپترو له لارې د سيمې څارنه کوي.

له دې وړاندې د روان کال په مارچ مياشت کې هم په دغه سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د امریکا پر کونسلګرۍ د بريد هڅه کړې وه چې له مخامخ نښتو او ځانمرګي بریدونو وروسته کونسل ګرۍ ته له مالي او ځاني زيان رسېدو پرته پای ته رسېدلې وه.

بل خوا له تېرو څو ورڅو راهيسې پېښور ته د څوتنو ځانمرګيو بريدکوونکيو د ننوتو اوازې وې او داسې ويل کېدل چې ښايي په صدر او شاوخوا سیمو کې بريدونه ترسره کړي.
د حرفواندازه - +

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس