راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / نړۍ

امریکا:په عراق کې ایران مداخله کوي

په عراق کې د امریکا نوی سفیر جیمز فرانکلین جیفري
وروستی بدلون 05 06 1389 07:44 PM

په عراق کې د امریکا نوی سفیر جیمز فرانکلین جیفري چې په کویت، تونس او ترکې یې هم د دیپلومات په توګه کار کړی دی، د عراق د ستونزو یو لوی علت د ایران مداخله ګڼي.

په عراق کې د امریکا نوی سفیر جیمز فرانکلین جیفري وویل، داسې باور کوي چې په عراق کې امریکایانو ته څلورمه برخه تلفات هغه ډلې اړوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

د عراق نوي سفیر زیاته کړه چې سره له دې بیا هم په عراق کې د ایران اغیز هومره پراخ نه دی چې فکر کیږي.

له دوه زره درېم میلادي کال راهیسې چې امریکایي پوځیان عراق ته تللی دي تر اوسه یې څلور زره څلورسوه سرتېري هلته وژل شوې دي.

دغه پوځیان د سني وسله والو له لورې وژل شوې دي، همدا راز هغو شیعه وسله والو دوي وژلي دي چې ایران وسلې ورکړې دي، پیسې یې ورکړې دي او روزلي یې دي.

امریکایي ځواکونه رسما خپل پوځي عملیات په عراق کې راتلونکې سې شنبې پای ته رسوي. د دغو عملیاتو د پای ته رسېدو ژمنه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال کړې وه او اوس سره له دې چې په دغه هېواد کې بې امنۍ روانې دي او سیاسي ثبات نه دی راغلی، دا ژمنه پرځای کیږي.

په عراق کې د امریکا سفیرجیمز جیفري وویل، تهران نه دی توانېدلی چې د مارچ له انتخاباتو راوروسته عراقي ډلې یوه سیاسي ایتلاف ته اړ باسي، که څه هم په دې برخه کې یې هڅې کړې دي او ډیر په دې باور دي چې د امریکا له مداخلې وروسته په عراق کې د ایران اغیز خورا زیات شوی دی.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د سني دیکتاتور صدام حسین له لرې کېدو سره د شیعه و اکثریت په دغه هېواد کې برلاسی شو.

په دغه هېواد کې د امریکا سفیر جیفري وایي، زما خپل اټکل دا دی چې په عراق کې چې کوم تلفات امریکایانو ته اوښتې دي او د برمته کېدو کومې ناوړه پېښې چې شوې دي، پرته له شکه څلورمه برخه یې ایران پلوه ډلو کړې دي.

په عراق کې د امریکا نوي سفیر لویدیځو خبري رسنیو ته دا هم وویل چې ایران هڅه کوي چې په عراق کې خپل ملاتړي د دغه هېواد بې ثباتۍ ته وهڅوي او په دې ډول پر بهرنیو ځواکونو مځکه سره کړي. جیمز جیفري زیاته کړه چې زه فکر نه کوم چې دا تکتیک به تر ډیره تاثیر ولري البته پرته له څه شکه د عراق پر سیاسي او ټولنیز ډګر کې یې خپل منفي اغیز تر اوسه لرلای دی.

جیفري بیا زیاته کړه، پر عراقیانو خپل هېواد ګران دی، دوي نه غواړي چې څوک پرې باداري وکړي یا یې لارښوونه وکړي، نه امریکا غواړي، نه ایران او نه بل ګاونډي چې واک پرې وچلوي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس