اي يو پول:د پوليسو او د څارنوالۍ ترمنځ د لا همغږې لپاره مو۲۴ كسه روزلي
د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت يا اى يو پول مشر جنرال يوكاو ساولاينن وروستی بدلون 07 05 1389 07:18 PM
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت يا اى، يو، پول وايي چې د پوليسو او د څارنوالۍ ترمنځ د لاهمغږې لپاره يي د دغو دواړو ادارو څخه څه باندې شلو كسانو ته په كابل او د فنلنډ په هېواد كې ځانګړې روزنه وركړې چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې ورته بري ليكونه هم وركړل شول.
د افغانستان د پوليسو او د عدلي ارګانونو د ظرفيت لوړولو د بهير په ترڅ كې دا دى د پوليسو او څارنوالانو يوې ۲۴ كسيزې ډلې ته په كابل او فينلنډ كې د يوه كلن تعليمي پروګرام په ترڅ كې روزنه وركړل شوه.
د افغانستان د كورنيو چارو په وزارت كې د تعليم او تربيي ريس ګل نبي احمدزي چې د دغه روزنيز پروګرام يو تن زده كونكى هم وه د پنجشنبې په ورځ په كابل كې ازادۍ راډيو ته وويل، چې په هېواد كې د جرايمو د كمولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ يوې لازمې همغږې ته اړتيا ده او دغه پروګرام د همدې هدف لپاره جوړ شوى وه.
ښاغلي احمدزي وړاندې وويل، چې دغه روزنيز پروګرام ورته په څلورو دورو كې ترتيب شوى وه چې دوه يي په كابل او دوه يي په فنلنډ كې ترسره شوې چې د اروپايي ټولنې د چارواكو په وينا پرې په ټوليزه توګه پنځه لكه يورو لګښت راغلې.
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت يا اى يو پول مشر جنرال يوكاو ساولاينن وايي، چې اروپايي ټولنه به ترهغې د دې هېواد له پوليسو سره مرسته وكړي څو ورته اړتيا وي:
"زموږ دنده داده چې د پوليسو او دغه راز د عدلي ارګانونو په جوړولو كې خپل رول ادا كړو څو پرې د خلكو باور پيدا شي.
زموږ ګډ هدف دادى چې داسې يو سيستم جوړ كړو چې د قانون د پلي كېدو او د ملكيانو د ژغورلو مسوليت په غاړه واخلي او موږ به كوښښ وكړو چې دغه كارونه ترهغې پورې دوام ومومې څو په افغانستان كې يو با ثباته او اغيزناكه د پوليسو ځواك رامنځته شي."
په افغانستان كې د پوليس او نورو ټولو امنيتي ځواكونو په ځواكمنتيا باندې په داسې حال كې په شدت سره كار روان دى چې افغان ولسمشر د كابل د كنفرانس پر مهال هيله څرګنده كړه چې په ۲۰۱۴ ميلادي كال كې په خپله افغان امنيتي ځواكونه د دې جوګه شي چې د هېواد بشپړ امنيتي مسوليت په غاړه واخلي په دې شرط چې په دې برخه كې نړېواله ټولنه خپلې مرستې و نه سپموي.
كارپوهان وايي، كه له يوې خوا د افغان امنيتي ځواكونو روزنې ته د نړېوالو له خوا ځانګړې پاملرنه كيږي له بلې خوا بايد دوي په عصري وسلو سمبالولو باندې هم زيات تمركز وشي څو په سمه توګه په دې وتوانيږي چې د هېواد په وړاندې د هر ممكنه تهديد مقابله وكولاى شي.
مجاهد جواد.