د بولان خلک د خپل میراب پر وژلو غوسه دي
د بولان خلک وايي چې بهرنیو ځواکونو په عامو کروندګرو ډزې کړي دي 07.05.1389
په هلمند په بولان کې پنځه شپيته كلن (ميراب ) او یا د اوبو داوبوتنظيم کونکی د بهرنيو ځواکو له لورې وژل شوي دی.
له همدې امله دبولان دسيمې زياتو اوسيدونكو دولايت مخې ته په احتجاجي ډول ناري وهلي او دخپل وژل شوي ميراب مړى يې له ځان سره راوړى و او له دولت نه يې دهغه دقاتلينو دمحاكمې غوښتنه كوله.
په دې اړه له هلمنده زموږ د خبریال راپور:
دهلمند دمرکز لښکرګاه اړونده د بولان په سيمه کې تيره ورځ دبهرنيو ځواکونو لخوا يو ٦٥ کلن سپين ږیری په ډزو وژل شوى دى .
ددې سيمې سلګونه کسانو دوژل شوي میراب جسد نن د ولايت مقام مخي ته داحتجاج په ډول راوړي و اوله چارواکو څخه يې دپيښي دپلټني غوښتنه کول.،ناري يې وهلې چې دوژل شوي سپين ږيري ميراب قاتلين غواړو.
داحتجاج په نوم دوژل شوي کس دجسد سرته ناستو لسګونو كسانو ، وويل چې بهرني ځواکونه پرون مازديګر ناڅاپه په کليوالو ډزي پيل کړې .او سپين ږيري ميراب يي وواژه.
ددوی په وينا چې دډزو په پايله کې دمرجان په نوم يو سپين ږرۍ چې په ياده سيمه کي دتيرو څلور کلو نو راهيسې داوبو تنظېم کونکي يا (ميراب ) دنده درلوده داوداسه پرمهال ځاى پرځاى ووژل شو.
ددوي اكثرو ويل زموږ سيمه په امينتي ساحه کې ده نږدي دپوليسو امنتي پوستې دي خو بيا هم هره ورځ بهرنيان زموږ په کورونوکې تلاشۍ کوي او دنارينه ووځوانانو سپين ږیرو تر څنګ ښځې هم پلټي .
دوی ویل، له دولت څخه غوښتنه کوو چې دملي اردو او ملي پوليسو په وسيله دې په سيمه کې تلاشي او امينت ټينګ کړي .
ددغه كسانو اكثرو نارې وهلې چې په سميه کې طالبان په سپينه ورځ ګرځي ماينونه ځای پرځاى کوي پردولت اونړيوالو ځواکونو بريدونه کوي ، هغه نه په نښه کيږي خو عام خلک ماشومان او سپين ږیري وژل کيږي.
دوي ګواښ كاوه که دولت دبهرنيوځواکونو ددې کار مخنيوى ونه کړي، دوى به يې پخلاف ودريږي او ددولت مخاليفينو ملاټر به وکړي .
دولايت مخي ته راغليو خلکو ټولو په يوه اوازسره مرګ دې وي په بهرنيو ځواکونو ، شعارونه ورکول.
بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي خو دهلمندد والي وياند محمد داود احمدي دپيښي دتایيد تر څنګ خبريالانو ته وويل چې دوى يې په اړه پلټني پيل کړې.
احمدي وويل چې دهلمند والي محمدګلاب منګل هم په لښکرګاه کې له ميشتو بهرنيو ځواکونو څخه دپيښي دپلټنو جدي غوښتنه کړې او په راتلونکې کې يې دداډول ناوړو پيښو دمخنيوي امر کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته کړى دى .
ديادونې وړده چې نږدې يوه اونۍ وړاندې ددې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونود يوه ورغورځول شوي مزايل دراپريوتو له امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .