په ننګرهار او لغمان کې سېلابونو تراوسه ١٨ تنه وژلي
په الينګار، اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ کې سلګونه کورونه ويجاړ شوي وروستی بدلون 07 05 1389 05:41 PM
په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د تېزو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ١٨ تنه وژلي، سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي او زرګونه جريبه ځمکه يې له منځه وړي.سېلابونه د هغه سخت باران له امله راووتل، چې د چهارشنبې له نيمې شپې راهيسې پيل شوي او تر اوسه دوام لري.
د لغمان والي محمد اقبال عزيزي په ټېليفون ازادۍ راډيو ته وويل، د سېلاب ځپلو مرسته روانه ده:

په الينګار، اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ کې سلګونه کورونه ويجاړ شوي او د پنځه زره جريبو په شاوخوا کې زراعتي ځمکه په اوبو لاهو شوې. ده زياته کړه، د (وطن ګټو) په نامه د مهترلام په غرب کې په يوه سيمه کې ډېرې اوبه جمعه کېږي، سيمه ايز خلک له ډېر وخت راهيسې دغلته د يوه بند د جوړېدو غوښتنه لري، که دا بند ريښتيا هم جوړ نه شي؛ نو هر وخت به د ورښتونو له امله د لغمان ولايت مسکوني سيمې د اوبو له تهديد سره مخ وي.
والي زياته كړه: سمدستي د افغان ولسمشر په امر د هر يوه وژل شوي په سر د هغو وارثانو ته سل زره افغانۍ مرسته ورکول کېږي.
بل خوا په ننګرهار ولايت کې هم سېلابونو بېلا بېلو سيمو کې دروند زيان اړولى، چې له امله يې ٧ تنه وژل شوي. د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د پنجشنبې په ورځ وويل:
په ايسارک، کامه، ښېوه، اچين، سپينغر، کوټ، مومندره، نازيان، خوګياڼي، سره رود، چپرهار، پچير و اګام او د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې راوتلو سېلابونو سلګونه بابه کورونه نړولي او د څاروېو په ګډون لوى لارې او پلونه هم ويجاړ شوي.
ده وويل: نن د اجرايه رئيس حنيف ګرديوال په مشرۍ اضطراري غونډه شوې چې سروې پيل شوه او تر بشپړېدو وروسته به يې له زيانمنو سره مرسته وشي.
د ختيځو سيمو لپاره د سرې مياشتې مرستندويه ادارې مشر محمد نادر جبارخېل وويل: د دوى موظفينو هم په سروې پيل کړى او د بېلا بېلو مرستندويه ادارو نه يې مرسته غوښتې ده.
د ختيځو سيمو اوسېدونکي وايي د چهارشنبې له شپې راهيسې پيل شوي پرله پسې باران د نورو زيانونو اړولو اندېښنې پيدا کړي او حکومت بايد د يوه ملي سراسري پروګرام په اساس ځپلو ته مرستې ورسوي.
محمد داود وفا