كرزي: د تروريزم ځالې په افغانستان كې نه بلكې بهردي
ولسمشر كرزي ويلي، چې له كلونو راهيسې په افغانستان كې د ځينو هېوادونو استخباراتي شبكو كار كړى وروستی بدلون 07 05 1389 04:52 PM
د افغانستان ولسمشر يو ځل بيا تكراركړه، چې د تروريزم ځالې په افغانستان كې نه بلكې د هېواد له پولو بهر دي او بايد هلته ولټول شي او له منځه ولاړې شي.
ولسمشر دا هم وويل، چې كوم اسناد چې د افغانستان په وړاندې يو لړحقايق ښكاره او د افغانستان له مخالفينو سره د ګاونډېو هېوادونو اړيكو لرلو ته اشاره كوي، هيله ده چې د تروريزم پرضد مبارزه، سودمنې لارې ته راولي.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي، د افغانستان د جنګ په هكله د هغو پټوجاسوسي اسنادو د افشا كېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل، چې هيله ده د دې اسنادو كره څيړنه، د تروريزم پرضد جګړه، داسې عياره كړي، چې د افغانستان او سيمې سوله، ثبات او د خلكو خوندي ژوند په كې باوري شي. ښاغلي كرزى وويل:
"كه دا اسناد موږ ته هغه قضيي روښانه كړي، چې په كړن لاره كې بدلون راولي او داسې بدلون چې نه يوازې د تروريزم په وړاندې مبارزه كې مو بريالۍ كړي، بلكې د خلكو سراو مال په كې خوندي شي، نو موږ ته د اهميت وړدى او افغانستان به ورته ژوره پاملرنه وكړي."
په دې وروستيو كې د"ويكي ليكس" په نامه يوې انټرنېټي پاڼې، د افغانستان د جنګ او په دې هېواد كې، د ګاوڼدېو د لاس وهنې او له مخالفينو سره يې د مرستې په هكله، څه باندې نوي زره جاسوسي اسناد ښكاره كړي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزى وويل، چې افغانانو دا غږ له پخوا څخه پورته كړى چې، د افغانستان او امريكا دښمنان او تروريستي ډلې د افغانستان په لېرې پرتو سيمواو كليو كې نه دي، بلكه د هېواد له پولو اخوا، روزل كيږي، تمويليږي او بيا افغانستان ته استول كيږي:
"دا چې زموږ متحدين فشار راولي او كه نه داد هغوي كار دى، خو هركار چې كوي بايد د افغانستان له نظره وي تر څو ژر بري ته ورسيږو."
ښاغلي كرزي دا هم وويل، چې افغانان له ګاونډېو هېوادونو سره په سوله او ورورګلوى كې اوسېدل غواړي او ورڅخه د هرډول اقتصادي او فرهنګي اړيكو د ټينګولو هيله لري.
ده وويل، په افغانستان كې لاس وهنه او له تروريزم سره مرسته، نه يوازې دا چې د افغانستان په ګټه نه ده بلكه ټوله بې ثباته او په جنګ لړلاى شي.