هولبروك:موږ بريالي كېداى شو، خو ستونزې شته
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړى استازى ریچارډ هولبروک وروستی بدلون 07 05 1389 02:05 PM
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړى استازى ریچارډ هولبروک پرون کوښښ وکړ، چې د افغانستان د جګړې په اړه د کانګرس اندېښنې لرې کړي.
ښاغلي هولبروك کانګرس ته وویل، چې د افغانستان ماموریت ستونزمن دی خو بریالى کېدای شي.

په افغانستان کې د ملیارډو ډالرو د مصرف د څارنې د توضیحاتوپه مهال د کانګرس غړو په افغانستان کې له اداري فساده نیولی د ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ان دا پوښتنه هم مطرح شوه چې د افغانستان نهه کلن جنګ د ګټلو دی او که نه.
ریچارد هولبروک چې په بوسنیا کې ېې د سولې منځګړیتوب کړی دا ومنله چې په افغانستان کې د طالبانو د بغاوت خلاف جنګ اود هېواد ابادي لوی کارونه دی خو د اوباما د ستراتیژی دفاع یي وکړه.
هولبروك زياته كړه، چې هو زه باورلرم چې موږ بریالي کېدای شو خو ستونزې شته او همدارنګه، چې په افغانستان او پاکستان کې ماموریت د ده د کاري ژوند تر ټولو سخته دنده ده.
ریچارد هولبروک وویل که چېرې زه د خپلې دندې په بریالیتوب یقیني نه وای نو ما به هغه لا وخته پریښی وای.
د امریکا د کانګرس غړي چې ګڼ یي په راتلونکې فبروری میاشت کې باید بیا انتخاب شي په خاصه توګه د اوباما د خپل ډیموکراټ ګوند کسان د افغانستان جنګ په اړه چې لوی لګښت ورته منل شوی شکمن دي.