راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه

په ننګرهار کې سېلابونو درانه تاوانونه اړولي دي.

چارواکي وايي، دوى ته د زيانونو پوره معلومات تر اوسه نه دى شوى او تراوسه لاد ژغورنې په چارو بوخت دي.
وروستی بدلون 07 05 1389 01:17 AM

د چارشنبې له سهار راهيسې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولايت په مختلفو سيمو کې راوتلو سېلابونو درون تاوان اړولى دى.

د جلال اباد ښار د ختيزې څنډې په بېز اکمالاتي کې راوتلي سېلاب سلګونه کورونه يا ويجاړ کړي او يا يې زيانمن کړي.

د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل، سمدستي د سېلابونو د زيان معلومات نه شي کېدى ده وويل: د خوګياڼيو ولسوالۍ په چمتله کې د سره رود ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په مومندره، اچين، سپين غر او نورو سيمو کې سېلابونه راوتلي او لاهم دوام لري.

د ده په وينا، د مالي او ځاني زيانونو په اړه پوره معلومات نه لري؛ ځکه چې لا هم باران اوري او سېلابونه روان دي؛ خو دده په وينا د شينوارو په مامند کې ددريو تنو ماشومانو دمړينې خبر ور رسېدلى.

له کوټ ولسوالۍ نه يوه قومي مشر ملک نياز محمد په ټېلفون ازادي راډيو ته وويل، سېلاب دغلته لارې تړلي او زيانونه يې اړولي. ده زياته کړه، لسګونه جريبه ځمکه، چې شولې، جوار او پمبه په کې کرلې وه سېلاب په مخه لاهو کړي او سيمه ايز خلک مرستو ته ضرورت لري.

دغه راز د ننګرهار ولايت په ګڼو نورو ولسواليو کې هم سېلابونو درون تاوان اړولى، په خپله د جلال اباد ښار لارې کوڅې له اوبو ډکې دي او د چارشنبې د ورځې تر غرمې لاهم باران اوري، چې خلک ورته اندېښمن دي.

د ننګرهار د پوليسو وياند سمونوال عبدالغفور وويل، د ننګرهار په ختيزه سيمه کې د شينوارو په مامند کې راوتلي سېلاب يوه ښځه وژلې او پنځوس جريبه ځمکه يې وړې ده.

چارواکي وايي، دوى ته د زيانونو پوره معلومات تر اوسه نه دى شوى او تراوسه لاد ژغورنې په چارو بوخت دي.

د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل، د ګل اغا شېرزي په حکم په جلال اباد کې پراته د ملي اردو پوځيان، د ملي پوليسو او سرحدي پوليسو قطعات د اکمالاتي بېز په ګډون بېلابېلو سيمو ته ورغلي او د ژغورنې په عملياتو بوخت دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل، د ښاروالۍ د نه پاملرنې په وجه د ښار لارې کوڅې له اوبو ډکې شوي او د ښار والۍ چارواکي يې په وړاندې بې پروا دي. خو د ښاروالۍ چارواکي دايوه طبعي پېښه بولي.

بل لوري ته د رنو بارانونو د جلال اباد او شاوخوا سيمو د ګرځنده ټېلفونونو انتنونه هم زيانمن کړي او ټېلفوني شبکې له کاره لوېدلي او د انټرنېټ کاروونکو ته هم ستونزې رامنځته شوي دي.

محمد داود وفا
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس