د امريکا برمته شوى عسکر به خوشې شي؟
په لوګر کې د نيول شوي عسکر په اړه که چا معلومات ورکړل ناټو وايي شل زره ډالره به شيريني ورکوي. وروستی بدلون 07 05 1389 12:38 AM
د دوو امريکايي عسکرو له جملې چې په لوګر کې ورک شوي وو، د يوه مړى موندل شوى او بل يې د وسلوالو په برمته کې دى.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په پکتيکا کې هم يو امريکايي عسکر برمته کړى او ويل کېږي له دوى سره دى.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو يو وياند وايي، د بل عسکر ډګرمن تود برسيالي د موندلو هڅې روانې دي.
د ناټو د دوو امريکايي عسکرو له جملې چې تېره اوونۍ وسلوالو برمته کړل، يو تن چې دېرش کلن او د دوو اولادونو پلار و وژل شوى او د ناټو وياند د سې شنبې په ورځ وويل چې مړى يې هم ترلاسه شوى دى.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو يو وياند وايي، د بل عسکر ډګرمن تود برسيالي د موندلو هڅې روانې دي.
دغه دوه سمندري عسکر تېره جمعه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې هغه وخت ورک شول، چې موټر يې د طالبانو سيمې ته داخل شو. طالبانو وويل چې يو تن يې په مخامخ جګړه کې وواژه. بل تن يې برمته کړى او په يوه ”خوندي ځاى“ کې يې ساتي، چې پيدا کول يې سخت وي.
عالي رتبه پوځي چارواکو چې خپل نومونه يې نه دي ښوولي، اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي، دغو دوو امريکايي عسکرو د افغان ځواکونو په يوه روزنيز مرکز کې د ټروريزم ضد جګړې په برخه کې افغان عسکرو ته روزنه ورکوله.
د بل برمته شوي امريکايي عسکر برخليک:
په لوګر کې دغه عسکر په داسې حال کې تښتول کېږي، چې له طالبانو سره يو بل امريکايي عسکر بووي برګدال هم برمته دى، چې د جون پر ٣٠مه په پکتيکا ولايت کې ونيول شو. ويل کېږي په دې سيمه کې د حقاني ډله زياته فعاله ده او دا ډله له القاعدې سره زياته نژدې ده.
تر دې مخکې د نيويارک ټايمز يو خبريال هم په لوګر کې ونيول شو، چې غوښتل يې د طالبانو له يوه قوماندان سره وګوري. دغه خبريال او افغان ملګرى يې د ٢٠٠٩م کال په جون مياشت کې ونيول شول، چې تر اوو مياشتو وروسته وتښتېدل.
په لوګر کې د نيول شوي عسکر په اړه که چا معلومات ورکړل ناټو وايي شل زره ډالره به شيريني ورکوي.
په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو خپلې حملې زياتې کړي، جون مياشت د بهرنيو ځواکونو لپاره ډېر خونړۍ وه، چې په بېلابېلو ولايتونو کې دوى ته زيات تلفات واوښتل.