راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

افغان حکومت په دولتي ادارو کې د ظرفیتونو د لوړولو په هڅه کې دی

دغه پروګرام به د پوهنې او كرنې وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواكې ادارې او كابل ښاروالى كې پلى شي.
وروستی بدلون 07 05 1389 12:28 AM

افغان حكومت د دولتي ادارو د كاركوونكو د ظرفيتونو د كچې لوړولو په هدف د ملكي تخنيكي همكاريو په نامه يو پروګرام پيل كړى. د دې پروګرام د پيل په مراسمو كې چې د چهار شنبې په ورځ په كابل جوړ شوى و، د كابينې يو شمېر غړو، په كابل كې د امريكا د متحده ايالتونو اقتصادي سفيراو د يو شمېر نورو بهرنيو موسسو چارواكو هم ګډون كړى وو.

په افغانستان كې د حكومتي ادارو د كچې د لوړولو په هدف او همداراز په دې هېواد كې په سمه توګه د نړيوالو مرستو د لګولو او جذب لپاره افغان حكومت د ملكي تخنيكي همكاريو نوى پرګرام پيل كړى دى.

د چارواكو په وينا دغه پروګرام به لومړى د پوهنې او كرنې وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواكې ادارې او كابل ښاروالى كې پلى شي.

د افغانستان د ماليې وزير ډاكټر عمر زاخېلوال د دې پروګرام په اړه وويل:

"د كابل په غونډي كې مو دا غوښتنه كړې ده، چې د افغانستان حكومت له ډونرانو نه غواړي چې يوه زياته برخه پيسې د افغانستان د حكومت له خوا و لګول شي. همدا راز د پراختيايي چارو د سمون بشپړه رهبري دي په غاړه واخلي. د هغه تر څنګ موږ دا ژمنه هم و كړه چې موږ خپل ظرفيت لوړوو. هغه پروګرام چې موږ يې د ظرفيت د لوړولو لپاره كاروو، نن موږ هغه رسما پيلوو."

ښاغلي زاخېلوال زياته كړه، چې د دې پرواګرام د پلي كولو لپاره مرسته كوونكو هېوادونو خپل ملاتړ اعلام كړى، چې تر اوسه د امريكا متحده ايالتونو دېرش ميليون ډالره او برېتانيا ۱۵ ميليون ډالره مرسته كړې.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې په پام كې ده د دغه پروګرام له مخې، په لسګونو متحصصين د حكومتي ادارو د ظرفيت د كچې د لوړولو په هدف وګومارل شي.

د دغه وزارت وايي، هڅه كيږي چې په لومړي سر كې افغان متخصصان د سلاكارانو په توګه وټاكل شي.

په همدې حال كې په كابل كې د امريكا اقتصادي سفير انتوني وېن په افغانستان كې په دولتي ادارو كې د ظرفيتونو د كچې د لوړولو په برخه كې د خپل هېواد د همكاريو په دوام ټينګار وكړ.

"د امريكا متحده ايالات د ۲۰۰۳ كال نه را په دې خوا له افغانستان سره د ظرفيتنو د لوړولو په برخه كې مرسته كوي.

زموږ زياته برخه مرستې د افغانستان د حكومت له لاري مصرفيږي او ژمن يو چې زموږ مرستي په موثره توګه و لګول شي او د دې پروګرام پلي كول موږ همدي هدف ته نژدي كوي."

د كابل په نړيوال كنفرانس كې افغان حكومت له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د خپلو مرستو پنځوس په سلو کې د افغانستان د بوديجې له لارې ولګول شي.

دا په داسې حال كې ده، د چارواكو په وينا تراوسه پورې نړيوالې ټولنې يوازې شل فيصده مرستې د افغان دولت له لارې لګولي.

ډېر داسې انتقادونه هم كيږي، چې په دولتي ادارو كې د ظرفيت كچه ټيټه ده او پراخ اداري فساد موجود دى او له همدې امله د ډيرو نړيوالو مرستو د لګولو وس نه لري.

خو افغان حكومت هيله مند دى، چې د ملكي تخنيكي مرستو د پروګرام په ګډون به د خپلو يو لړ پروګرامونو په مرسته دغه نيمګړتياوې له منځه يوسي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس