عظیمي: د ملي اردو ځواکونه له پخوا ډېر پیاوړي شوي
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي او د ایساف ځواکونو ویاند جنرال بلاټز وروستی بدلون 06 05 1389 11:41 PM
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې افغان ملي اردوځواكونه د پام وړ پياوړي شوي او هڅه كيږي، چې شمير يې زيات اوښه تجهيزهم شي.
د دې وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د نړيوالو سوله ساتوځواكونو له وياند سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې افغان ځواكونه به ترراتونكو څلورو كلونو پورې په بشپړه توګه د دې هيواد دامنيت ساتلوجوګه شي.
په داسې حال كې چې ترراتلونكو څلورو كلونوپورې د افغانستان د امنيت ساتنې مسووليت افغان ځواكونوته سپارل كيږي، د دفاع وزارت هڅه كوي، چې د ملي اردو د ځواكونو شميرزيات او په پرمخ تللو وسلو او وسايلو يې سمبال كړي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهرعظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د ايساف ځواكونو له وياند سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې د ملي اردو ځواكونه له پخوا نه ډېر پياوړي شوي او هڅه كيږي چې تردوه زره څوارلسم ميلادي كاله پورې په بشپړه توګه دافغانستان دامنيت ساتلوجوګه شي:
"افغان ځواكونو ته د مسووليت سپارلو چارې د يوه منظم پلان په ترڅ كې ترسره كيږي چې په تدريجي توګه تردوه زره څوارلسم ميلادي كاله پورې دوام كوي.
موږ اوس دا توان لرو، چې د يوشمېر ولايتونو اولسګونو نورو ولسواليو امنيتي مسووليت هم ومنو، په دوه زره يوولسم ميلادي كال كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل پيليږي خو دا لړۍ د افغان ځواكونو د توان په تناسب ترسره كيږي."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې افغان دولت هڅه كوي د كابل د نړيوال كنفرانس له پريكړې سره سم تر راتلونكو څلورو كلونو پورې د افغانستان د امنيت ساتنې ټول مسووليت له نړيوالو ځواكونو څخه افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارل شي.
د دفاع وزارت د چارواكو په خبره دا مهال د افغانستان د ملي اردو د ځواكونو شمېر شاه خوا يولك او پنځه دېرش زرو ته رسيدلى او د نړيوالو ځواكونو له خوا د دې ځواكونو د روزنې او تجهيز چارې لا چټكې شوي دي.
په كابل كې د ايساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند هم وايي، چې دوى هڅه كوي ترڅو افغان ځواكونه له هره پلوه پياوړي اوله خپلې خاورې د دفاع كولو توان پيدا كړي.
بل لورته كه څه هم د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ويكي ليكس د څيړونكې ډلې له خوا د محرمو استخباراتي اسنادو خپرول مهم حقايق څرګندوي خو د نړيوالو سوله ساتوځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاتز وايي، چې د دې پټو اسنادو افشا كول په افغانستان كې د بهرنيو سرتيريو ژوند له خطرسره مخامخ كوي:
"د محرمو معلوماتو افشا كول يوناسم اوبې ګټې عمل دى، په دې اسنادو كې ځينې داسې معلومات شته چې ښيي موږ له خپلو افغان او پاكستاني شريكانو سره د همكاريو د پراخولو لپاره خپله ستراتيژي جوړه كړې.
دغه راز ډېره هڅه مو كړې چې د وسله والو مخالفينو له حملو څخه افغانان وژغورو، خو په هرحال كې موږ د دغو محرمو معلوماتو خپرول غندو."
د كابل په نړيوال كنفرانس كې افغان حكومت د خپلو طرحو د وړاندې كولو په ترڅ كې له نړيوالې ټولنې نه وغوښتل چې د افغان ځواكونو د روزنې او تجهيز بهير ګړندى كړي ترڅو ترراتلونكو څلورو كلونو پورې د افغانستان امنيت ټينګ او له دې هيواد څخه د بهرنيو ځواكونو وتلو ته زمينه مساعده شي.