راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

کابل کې د څلورو فرهنګي، ادبي، علمي او سياسي شخصيتونو په یاد غونډه جوړه شوه

ښاغلی رهین وايي، پلان لري، چې د هېواد د ژونديو فرهنګي، ادبى او سياسي شخصيتونو، كارنامې د دوى په ژوندوني هم ونمانځي.
وروستی بدلون 06 05 1389 10:21 PM

د كابل ولايت د فرهنګي كميټې له خوا د چهار شنبې په ورځ د هيواد د څلورو فرهنګي، ادبي، علمي او سياسي شخصيتونو د كارنامو د يادولو په وياړ يوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. دا څلور شخصيتونه، ګل پاچاالفت، عايشه درانۍ، استاد خليل اله خليلي او عبدالرحمن پژواك دي،

د افغانستان د سياسي، فرهنګي ادبي او علمي شخصيتونو د كارنامو د يادولو په لړ كې د چهارشنبې په ورځ د كابل فرهنګي كميټې، د هېواد د څلورو فرهنګي، سياسي، ادبي او علمي شخصيتونو د ياد په خاطر په كابل كې يوه غونډه جوړه كړې وه.

داعلمي غونډه به دوه ورځې دوام وكړي او د هېواد اديبان، متخصصين او تاريخ پوهان به په كې د ګل پاچاالفت، عايشه دراني، استاد خليل اله خليلي او عبدالرحمن پژواك پر ادبي، سياسي، فرهنګي او هنري كارنامو مقالى ولولي.

د كابل د فرهنګي كميټې د انسجام مسوول انجينير مطيع اله خروټي ازادي راډيو ته وويل، د دې سيمينار د جوړولو هدف دا دى، چې خلكو ته د هېواد د تاريخي، فرهنګي، سياسي او ادبي شخصيتونو په هكله معلوما ت وړاندې شي. ښاغلي خروټي وويل:

"دلته په وروستيو كلونو كې د تورې او جنګ ډير قهرمان پيدا شول او له خلكو يې پخواني قهرمان هېر كړل، د كابل فرهنګي كميټه غواړي د هېواد تاريخي، فرهنګي، ادبي او سياسي شخصيتونه ځوان نسل ته ور وپيژني."

عايشه دراني د احمدشاه ابدالى د زوى تيمورشاه د واكمنى په وخت كې، يوه مشهوره حماسي شاعره او وتلې فرهنګى څيره وه.

استاد خليل اله خليلي، په كال يوزرو دوه سوه شپږاتيايم لمريز كې زيږيدلى او په كال يوزرو درې سوه شپږشپيتم كې وفات شوي دى، له ده څخه څه باندې شپيته ادبي، سياسي اوفرهنګي اثارپاتې دي.

استاد خليلي سربېره پردې چې په ډېرو دولتي كرسيو يې كار كړى بلكې ادبى او فرهنګي فعاليتونه يې هم ورسره جارى ساتلي و.

عبدالرحمن پژواك په يوزرو نهه سوه اته نوى يم لمريزكال كې زيږيدلى او په يوزرو درې سوه څلور اويايم لمريز كې يې له نړى سترګې پټې كړي دي.

پژواك سربيره پردې چې يوسياستوال و، ادبي او فرهنګي چارې يې هم پرمخ بيولي دي.

ګل پاچا الفت په يوزرو دوه سوه اته اتيايم لمريز كې زيږيدلى او په يوزرو درې سوه شپږ پنځوسم كې له نړۍ تللي دى، چې د ادب ترڅنګ په ژورناليستكي فعاليتونو كې هم بوخت پاتى شوي دی. د ده هنري اثاراوس هم د اديبانو اوشاعرانو غوڼدې تودې ساتي.

غونډى ته د جمهور رييس حامد كرزى استول شوي پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين ولوست، چې په يوې برخه كې يې ذكر وو:

"د هېواد د تيرو تاريخي، سياسي او فرهنګي شخصيتونو نمانځل غوره كار دى، كه دا كار د شخصيتونو د پيدايښت او مړينې له ورځو سره برابر وي، د يوينسكو له معيارونو سره برابريږي. د تېرو شخصيتونو ياد ښه پرځاى كار دى."

د كابل فرهنګي كميټه وايي، چې په راتلونكي كې به هم د هېواد د ورته شخصيتونو د كارنامو د نمانځې غونډې جوړې كړي.

خو افغانان وايي، چې هېواد كې يې ترډېره ځايه نامتو شخصيتونه د هغوى له مړينې وروسته ياديږي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې دوى پلان لري، چې د هېواد د ژونديو فرهنګي، ادبى او سياسي شخصيتونو، كارنامې د دوى په ژوندوني هم ونمانځي.

راپور : خان محمد(سيند)
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس