پاکستان په کابل پوهنتون کې د اجتماعي علومو یو پوهنځی پرانیست
(ښ) د کابل پوهنتون رييس پوهاند امین الله امین، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سرور دانش او په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق د پټۍ پرې کولو پر مهال وروستی بدلون 06 05 1389 09:04 PM
د كابل په پوهنتون كې د پاكستان په مالي مرسته د علامه اقبال په نامه د اجتماعي علومو يو پوهنځي په عصري توګه جوړ او د چهارشنبې په ورځ د كابل پوهنتون ته وسپارل شو.
په كابل كې د پاكستان سفير محمد صادق وويل، چې په دغه پوهنځي باندې لس ميليونه امريكايي ډالره لږيدلي.
په افغانستان كې د پوهنتونو د كميت او كيفيت د ښه كولو په بهير كې دادى د كابل په پوهنتون كې د پاكستان په مالي مرسته د علامه اقبال په نامه د اجمتاعي علومو يو پوهنځى په عصري توګه جوړ او د كابل پوهنتون ته وسپارل شو.
په دغه پوهنځي كې د پاكستان د حكومت له خوا د لسو ميليونو ډالرو په لږولو سره ۲۸ درسي او ۲۰ دفتري خونې، دوه د كانفرانسونو لپاره تالارونه، دوه د كمپيوټر خونې، كتابتون، لابراتوار او داسي نور له عصري او مجهزو لوازمو سره جوړ شوي دي.
د كابل پوهنتون ریيس پوهاند حميدالله امين د دغه پوهنځي د كنجيانو د سپارلو په مراسمو كې د چهارشنبې په ورځ داسي وويل:
"دغه ودانۍ چې نن یې پرانستنه کوو، د کابل پوهنتون لپاره یو لویه لاسته راوړنه ده او دا د افغانستان او پاکستان د دوستۍ او ورورولۍ یوه بېلګه ده."
نوموړي وړاندي وويل، چې په دغې ودانۍ كې به چې د رغولو چارې يې په پنځو كلونو كې بشپړې شوي دي دوه پوهنځي ځای پرځای شي ځكه ظرفيت يې له ۲۵۰۰ محصلينو څخه زيات دي.
محمد صادق وويل، چې د پاكستان زيات تمركز په افغانستان كې د تعليم او زده كړې په برخه كې دی په دې مراسمو كې په كابل كې د پاكستان سفير محمد صادق وويل، چې د پاكستان زيات تمركز په افغانستان كې د تعليم او زده كړې په برخه كې دی او له همدې امله يې نه يواځي دا ودانۍ بلكې په ننګرهار كې د ساينس د پوهنځي ودانې جوړه كړې ده او دغه راز هركال افغانستان ته په سلګونو تحصيلي بورسونه وركوي.
"له افغانستان سره د پاكستان د اړيكو په برخه كې د پاكستان تمركز د دې هېواد د تعليم په برخه كې دی. د پاكستان حكومت دامهال د افغاني محصلينو د لوړو زده كړو لپاره په ۲۰۰۰ سكالرشيپونو يا بورسنو باندې كار كوي او موږ به په دغو سكالرشيپونو كې د دې پوهنتون محصلينو ته ځانګړې برخه وركړو.
نوموړي وړاندې وويل، چې د تيرو كلونو پرمهال چې په افغانستان كې جګړې روانې وې تقريبا ۲۸۰۰۰ افغان محصلين د پاكستان له دولتي پوهنتونو څخه فارغ شوي دي او دامهال په خپل هېواد كې خلكو ته خدمت كوي.
دغه راز د پاكستان سفير وويل، چې تر ۶۰۰۰ زيات افغانان همدا اوس د پاكستان په دولتي پوهنتونونو كې زده كړې كوي، چې دا له افغانستان څخه د باندې د افغان محصلينو ۶۰% جوړوي او د دې ترڅنګ تقريبا نيم ميليون افغان ماشومان د پاكستان په ښونځيو كې دا مهال په زده كړو بوخت دي.