د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د دوی د سرتېرو د لګښت بودیجه منظوره کړه
د متحده ایالاتو کانګرېس په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې د ملکي ماموریت اقتصادي او پراختیايي چارو لپاره ۴میلیارده ډالر هم منظور کړي دي. 06.05.1389
د تازه دمو امریکايي سرتیرو لپاره د لګښت دا لایحه په داسې حال کې تصویب شوې، چې د کانګرېس یو شمیر غړي د افغانستان د شاوخوا نهې کلنې جګړې پر څرنګوالي انتقادونه لري.
د امریکا د سنا مجلس لا دمخه دا پیسې منلې وې او د دې لپاره چې دا لایحه د قانون بڼه غوره کړي باید د ولسمشر باراک اوباما له خوا لاسلیک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو کانګرېس په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې د ملکي ماموریت اقتصادي او پراختیايي چارو لپاره ۴میلیارده ډالر هم منظور کړي دي.
د رویټرز اژانس په وینا د استازو په مجلس کې د ډیموکراټانو په مقایسه جمهوري غوښتونکو په افغانستان کې د تازه امریکايي ځواکونو د لګښت په پلوی رای ورکړې.
په کانګریس کې د ډیموکراټ ګوند غړي د دغې بودیجې پر سر له څو میاشتو راهیسې په خبرو او بحثونو بوخت ول او تېره ورځ ۱۰۲ډیموکراټانو د دغې لایحې په خلاف رایه ورکړه.
دا پیسې د هغو ۱۳۰ میلیارده ډالرو بودیجې سربیره دي، چې د روان کال په سر کې د امریکا کانګرېس د افغانستان او عراق د جګړې لپاره منظوره کړې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د متحده ایالاتو کانګرېس یو تریلیون ډالر د دواړو جګړو د لګښت په توګه منظور کړي دي.
د کانګرس یو شمېر غړي، چې د افغانستان پر جګړې انتقادونه کوي وايي، په دې ورستیو کې په ویکي لیکس ویب پاڼه د امریکا د محرمانه راپورونو او اسنادو خپرېدو د دوی دا نظریه پیاوړې کړې، چې د افغانستان جنګ امریکا ته په ډیره ګرانه بیه تمامیږي.
د کانګریس یو شمیر غړو ویلي، د امریکا د دفاع وزارت زیات انتظار وویست څو په افغانستان کې د تازه دمو سرتیرو لپاره د استازو د مجلس له خوا دغه لګښت تصویب شي.
د ولسمشر اوباما ادارې په تېره فبرورۍ میاشت له کانګرېس څخه دا پیسې غوښتې وې او د دفاع وزارت خبرداری ورکړی و، چې که تر اګسټ میاشت پورې دا بودیجه ترلاسه نه کړي نو مجبوره به شي چې د خپلو ملکي مامورینو تنخواګانې کمې کړي.
د پنټاګون ویاند جیف موریل په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دفاع وزارت په تیرو څو اوونیو کې په نړی کې د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو د سمون لپاره د لګښت د ترلاسه کولو په خاطر پراخې او غیر عادي هڅې ترسره کړي دي.
نوموړي وویل، په نوې بودیجې سره به د دفاع وزارت وتوانیږي، چې په افغانستان کې د سرتیرو شمیر زیات کړي او بل خوا په عراق کې عسکر راکم کړي.
جیف موریل وویل، دا ګامونه د القاعده شبکې د ځپلو او ماتولو لپاره د متحده ایالاتو د هڅو یوه برخه ده.