راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

د كلو د پراختيا وزارت خپل پنځه كلن پلان اعلان كړ

د افغانستان د كلو د بيارغونې او پراختيا وزيرجارالله منصوري
05.05.1389

د افغانستان د كلود بيارغونې او پراختيا وزارت چارواكو د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته ويلي چې، د ”دوه زره لومړي“ كال څخه را وروسته دا د كلي والي ټولنو د غښتلتيا درېم ستراتيژيك پلان دى. د كلو د بيارغونې او پراختيا وزير وويل، چې د دغه پلان ټوله بوديجه نژدې ”يو عشاريه پنځه“ ميليارډه ده.

د كابل ترنړېوال كنفرانس وروسته چې، نړېوالې ټولنې په كې د افغان دولت له پلانونو اوطرحو ملاتړڅرګند كړ، د افغانستان د كلو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي چې، د راتلوونكو پنځو كلونو لپاره يې د كليوالي ټولنو د غښتلتيا لپاره يو ستراتيژيك پلان برابر كړى دى.

دغه وزارت وايي، چې د دغه پلان ټوله بوديجه 1.5 ميليارډه ډالره كېږي چې، نړېوال بانك يې د مرستې ژمنه كړې ده.

د افغانستان د كلو د بيارغونې او پراختيا وزيرجارالله منصوري د سې شنبې په ورځ د دغه پلان د تشريح كولو پر وخت خبريالانو ته وويل چې، د افغانستان په سلو كې 70 كلي پخوا د دوى د پروژو تر پوښښ لاندې راغلي وواو په دې نوي پلان كې به د افغانستان نژدې ټول كلي تر پوښښ لاندې راشي:

"نن موږ د دې ستراتيژى د اعلانولو او په راتلونكو پنځو كلونو كې د هغې د پلي كولو د تعهد وياړ لرو، د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په دې باور دى چې د دې ستراتيژۍ په پلي كېدو سره به كليوالي ټولنې غښتلي شي.

دغه وزارت وياړ لري چې، د كابل تر نړېوال كنفرانس وروسته خپله پنځه كلنه ستراتيژي اعلانوي"

د افغانستان د كلو د بيارغونې او پراختيا وزارت، په دغه نوي پنځه كلن ستراتيژيك پلان كې چې، تر 1393 لمرېز كال پورې پلي كېږي، د كليوالي شوراګانو، كليوالي صنايعو او كليوالي وړتياوو غښتلي كول، بې وزلي ختمول، د كلو او ليرو پرتو سيمو د لارو او روغتيايي مركزونو د جوړولو تر څنګ نورې داسې پروژې هم شاملي دي، چې د كلو د بيارغونې او پراختيا وزارت د چارواكو په خبره د دغه پلان تر بشپړېدو پورې به د افغانستان نژدې ټول كلي پر خپلو پښو ودرېږي.

د افغانستان د كلو د بيارغونې او پراختيا وزارت دغه 5 كلن ستراتيژيك پلان په داسې وخت كې اعلانوي چې، د نا امنيو له امله د يو شمېر ولايتونو په ليري پرتو كلو او سيمو كې، د پراختيايي او بنسټيزو پروژو د عملي كولو مخنيوى كېږي.

ښاغلي منصوري هم د خپل ستراتيژيك پلان په مخكې نا امني يو لوى خنډ وباله او ويې ويل چې، په نا امنو سيمو كې د پروژو د پلي كېدو لپاره يوه ځانګړې ستراتيژي لري.

د افغانستان په ليرې پرتو كلو كې خلك شكايت كوي چې، د دوى په سيمو كې د ملي پيوستون ځينې پروژې پلې شوي خو د كليوالي خلكو په ژوند كې اساسي بدلونونه نه دي راغلي.

دوى وايي چې، د پروژو په پلي كېدو كې بايد لومړيتوبونه په پام كې ونيول شي او چارواكي يې په جدي توګه څارنه وكړي چې، كليوال خلكو ته اسانتياوې برابرې شي.

د كلو د بيارغونې او پراختيا وزارت چارواكي كه څه هم په تېرو عملي شوو، پروژو كې خپلې ځينې نيمګړتياوې مني، خو وايي چې دا ځل به د بيارغونې د پروژو په عملي كولو كې په ډېر غور سره پر مخ ولاړ شي.

معصوم ميوند_كابل
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس