راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

د ویکي لیکس د رسوايۍ اغېزې په پراختیا دي

ویکي لیکس ویب پاڼې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې ډېر رازونه برسیره کړل
05.05.1389

د امریکا متحده ایالاتو او لویدیځو متحدانو يې د دوشنبې په ورځ هڅه وکړه چې پر ویکي لیکس ویب پاڼه باندې د خپرو شوو راپورونو د منفي اثراتو مخنیوی وکړي. په دغو اسنادو کې راغلي چې څه ډول د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري.

ځینې اسناد د امریکا د خاصو ځواکونو له یوې خاصې قطعې څخه یادونه کوي چې ورته امر شوی چې د طالبانو مشران پرته له محاکمې مړه او یا هم زنداني کړي.

په دغو خپرو شوو محرمانه اسنادو کې ویل شوي چې د طالبانو د مشرانو د وژلو لپاره بې پیلوټه الوتکې د امریکا له نواډا ایالت څخه کنټرولیږي .

د خپرو شوو یو سل اتیا اسنادو له مخې د امریکا او پاکستان اړیکې په راتلونکو کې له کړکیچونو سره مخامخ دي ځکه چې د پاکستان استخبارات له طالبانو سره چې په بمي حملو سره پر نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي،فعاله همکاري کوي.

د خپرو شوو اسنادو پر اساس داسې شواهد موجود دي چې ښيي طالبان له مځکې څخه هوا ته ویشتونکي ستنګر راکټونه هم په لاس کې لري.

دغه راز ویل شوي چې ایران د طالبانو، القاعده شبکې، او جنګ سالارانو په تجهیز ،تمویل ،او روزنه کې مهم رول لوبوي.

خو د ایران حکومت بیا دا ادعا رد کړې ده.

د ویکي لیکس ویب پاڼې موسس جولیان اسنج وايي چې دغه خپاره شوي اسناد د افغانستان د جګړې اصلي ماهیت څرګندوي.


نوموړي د دوشنبې په ورځ په لندن کې خبریالانو ته وویل چې دا اوس محکمې پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې ددغو محرمانه اسنادو خپرول جرم دی او که څنګه؟

خو اسنج وویل چې په عمومي توګه کیدۍ شي چې په دغو اسنادو کې په افغانستان کې جنګي جنایات وکتل شي.

هغه وویل:
(( دا راپورونه په افغانستان کې د پوځ له مختلفو قطعاتو ،د نړی په مختلفو هیوادونو کې د امریکا له سفارتونو ، او له افغان او پاکستاني جاسوسانو څخه ترلاسه شوي دي.

دواړه قانوني راپورونه دي په دې معنا چې محتوا يې سمه ده.))

په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلا کار جنرال جیمز جونز ددغو اسنادو خپریدل په کلکه غندلي دي ځکه چې دغه شان راپورونه کولی شي د امریکایانو او د واشنګټن د متحدانو ژوند او د هغوي ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

د جیمز جونز په وینا ویکي لیکس ویب پاڼې په دې اړه له امریکايي مقاماتو سره هیڅ ډول تماس نه دی نیولې او امریکايي چارواکي د رسنیو له لارې ددغو اسنادو له خپریدو خبر شوی دي.

نوموړي وویل ددغو محرمانه اسنادو خپریدل به د یوه ګډ دښمن په وړاندې له افغانستان او پاکستان سره د امریکا مشارکت اغیزمن نه کړي.

پاکستان هم د ویکي لیکس دا راپورونه چې وايي اسلام اباد د طالبانو کلک ملاتړی دی ،رد کړي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني وویل دا راپورونه له دې پرته چې د یوې سرچینې نظر وي، بل څه نه دي.

بل لور بریتانیا ددغو راپورونو په خپریدو خپله خواشینۍ څرګنده کړې ده.

د برتانیا د حکومت یوه ویاند وویل لندن به د ترویرزم پر وړاندې د پاکستان هڅولو ته دوام ورکړي.

د خپرو شوو محرمانه اسنادو پر اساس د پاکستان حکومت خپلو استخباراتي مقاماتو ته اجازه ورکوي څو د طالبانو په په پټو ستراتیژیکو غونډو کې مستقیم ګډون وکړي او د هغو وسله والو فعالیتونه او حملې تنظیم کړي چې د افغان مشرانو ،قواو ،او نړیوالو ځواکونو پر ضد بریدونه کوي.

ویکي لیکس ویب پانې دغه اسناد له ۲۰۰۴ کال څخه د ۲۰۰۹ کال د دیسمبر میاشت پورې کله چې ولسمشر اوباما د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه ،راټول کړي دي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس