راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

له طالبانو سره څنګه خبرې وشي ؟

د اندړو په ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یوه ډله عکس ته دریدلي دي
05.05.1389

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له طالبانو سره د روغې جوړې د موضوع په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی (له طالبانو سره د روغې سمه طریقه داده چې لومړی باید د هغوي پر ضد جګړه وګټل شي او بیا ورسره د سولې خبرې وشي.) د مطلب لیکوال وايي :

په اوسنیو حالاتو کې د بهرني پالیسۍ د کتونکو ، د ناټو د متردو متحدانو او د جګړې ضد فعالانو تر منځ په دې مسلې توافق مخ په زیاتیدو دی چې د افغانستان د جګړې د بندولو لپاره اوس وخت رسیدلی څوله طالبانو سره خبرې وشي.

دوي استدلال کوي چې له افغان دولت نور تمه نه کیږي ،وروستي انتخابات بې اعتباره وه ،او په افغانستان کې د ملت جوړونې پروسه ناکامه شوې ده.

ددې نظرې او پالیسۍ پلویان وايي د امید یوازینۍ لاره داده چې نه یوازې دا چې د ټیټي سطحې بلکې د طالبانو له مشرانو سره هم په دې شرط چې له القاعده شبکې څخه ځان لرې کړي ،د سولې خبرې وشي.

خو په دې ترڅ کې پر دې موضوع غور و بحث نه دی شوی چې کیدی شي د سولې له پروسې وروسته طالبان د افغانستان د جنوب کنټرول په لاس کې واخلي او د مرکزي حکومت په مقابل کې خپله اداره جوړه کړي.


ځینې افغانان د همدې اندیښنې په لرولو سره په دې باور دي چې طالبانو سره په اوس وخت کې خبرې به د تیرو څو کلونو لاس ته راوړنې له مینځه یوسي .

په دې لړ کې د افغانستان ښځې په ژوره ویره او اندیښنه کې دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې به ددوي د حقونو د تلف په بیه تمامې شي.

د مقالې لیکونۍ وايي په لویدیځ کې یو شمیر کتونکي ،د بهرنۍ پالیسۍ متخصصین او ژورنالستان له طالبانو سره د سولې مسله تائیدوي او دا هم مني چې دا کار به ښايي ځینې خواشینونکي سرغړونې او پایلې هم ولري .

خو ددغو کارپوهانو په نظر د افغانستان جګړه په عمومي توګه د ایران او شمالي کوریا په شان مسلو په مقایسه د امریکا او لویدیځ لپاره په ګرانه بیه تمامیږي.

دوي وايي غوره لاره داده چې له نورو ځاني او مالي تاوانونو مخنیوي وشي او له افغانستان څخه ووځو.

واشنګټن پوسټ زیاتوي: له طالبانو سره د سولې د جدي خبرو اترو نظریه ریښتیني نه ښکاري .

د ورځپانې په وینا که د خبرو د پیل لپاره د مخکې له مخکې شرط په توګه امریکا د ښځو ، اقلیتونو ،او مدني ټولنو د حقونو په خوندیتوب ټینګار وکړي نو په هغې صورت کې به موافقه ګرانه وي.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا که امریکا او متحدان يې د بشري حقونو په خوندیتوب ټنیګار ونه کړي نو هر څه به اسانه شي ځکه هرکله چې دښمن ته غاړه ایښودل کیږي ،جګړې او شخړې په اسانۍ سره پای ته رسیږي.

د واشنګټن پوسټ په وینا له کمزوري دریځ څخه له طالبانو سره د خبرو کول به هغوي ته د افغانستان د یوې زیاتې برخې د کنټرول د سپارلو په معنا وي.

دا به د تسلیمدو په شان هم وي ځکه هیڅ یو سند به بیا ونشي کړی چې دا حقیقت پټ کړي چې امریکا او متحدان يې د طالبانو د پوځی فشار له امله له افغانستان نه ووتل او ددغه هیواد میلیونونه نارینه او ښځې یې یوه پراخ استبدادي نظام ته وسپارل.

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر له طالبانو سره د امریکا د سولې د موضوع په اړه تیره میاشت وویل : مونږ داسې هیڅ نښې او شواهد نه وینو چې وښي طالبان په ریښتیا سره سولې ته چمتو دي ،ایا هغوی به خپلې سولې کیږدي ،ایا له القاعده شبکې څخه به ځان جلا کړي که نه؟

لیون پنیتا ویلي د روغې جوړې په اړه باید په ښکاره ووایم چې تر څو طالبانو دا درک کړې نه وي چې امریکا دا جنګ ګټي او دوي د ماتې په حالت کې دي ،د سولې خبرې به کومه معنا او ګټه ونلري.

د واشنګټن پوسټ په ویناهمدې ته په کتنې سره ریښتینۍ بدیل دادی چې لومړی باید طالبان کمزوري کړی شی او بیا ورسره د سولې خبرې وشي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس