راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

وزيرانو شورا:امروز خصوصي تلويزون دې خپلې خپرونې بندې كړي

وروستی بدلون 05 05 1389 09:03 PM

د افغانستان د وزيرانو شورا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارلې چې د امروز تلويزيون نشرات دى تر راتلونكې پريكړې پورې وتړي. د افغانستان د حكومت د رسنيو د مركز مشر ډاكټر حكيم عاشر د وزيرانو شورا د دغې پريكړې په اړه ويلي چې د امروز د تلويزيون په خپرونو كې مذهبي مسايلو ته لمن وهل كيږي چې ملي يوالي ته هم تاوان رسوي، خو د امروز تلويزيون مشر وايي چې دغه پريكړه د يو شمېر سياسي احزابو په ټينګار شوې ده.

د افغانستان د وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه كې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لوى څانوالۍ ته دنده سپارل شوې چې د امروز په نوم د يو خصوصي تلويزيون خپرونې دې تر راتلونكې پريكړې پورې وتړل شي.

د افغانستان د حكومت د رسنيو د دفتر مشر ډاكټر حكيم عاشر ازادۍ راډيوته وويل چې دغه پريكړه د قانون په رڼا كې شوې ده.

ښاغلي عاشرامروز تلويزيون ملي ګټو ته د نه پاملرنې په تور تورن كړ ويي ويل، چې د دغه تلويزيون په خپرونو كې مذهبي مسايلو ته
د امروز د تلويزون مشر نجيب الله كابلي
لمن وهل كيږي چې دا ملي يووالي ته تاون رسوي:

“هغه خپرونې چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل كوي هغه خپرونې بايد بندې شي نو په دې اساس د وزيرانو شورا دا تصميم نيولى چې امروز تلويزون بايد خپل خپرونې بندې كړي.”

امروز خصوصي تلويزيون چې د څه باندې دوه كاله را په ديخوا خپرونې كوي په دې وروستيو كې يې په خپرونو كې ګاونډۍ هېواد ايران د افغانستان په كورنيو چارو كې په لاس وهنه او د افغان كډوالو سره په نا سم چلند تورن كړى او د پلويانو له خوا يې په پلازمينه كابل او ولايتونو كې ايران ضد لاريونونه هم په لاره اچولي دي .

د امروز تلويزيون مسوول نجيب الله كابلي چې د افغانستان په ولسي جرګه كې د خلكو استازى هم دى د وزيرانو شورا دغې پريكړې ته په انتقاد سره وايي:

“دا چلند چې د امروز تلويزيون سره كيږي دا د لومړي ځل لپاره نه دى، دا شان چلندونه د افغانستان د اساسي قانون او د رسنيو د قانون خلاف دي زه په دغه پريكړه كې د يو شمېر افرادو او اشخاصو چې له بهرڅخه يې ملاتړكيږي لاس لرل وينم.”

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندرهم د وزيرانو شورا دغه پريكړه د قانون خلاف بولي وايي چې دغه پريكړه سياسي انګيزه لري.

د ښاغلي سمندر په وينا د وزيرانو شورا ښايي دغه پريكړه د يو شمېركسانو او بهرنيو هېوادونو تر فشار لاندې كړې وي:

“د وزيرانو د شورا پريكړه د افغانستان د رسنيو د قانون خلاف ده.”

د افغانستان د وزيرانو شورا د دې تر څنګ چې د امروز تلويزيون د نشراتو د تړلو پريكړه يې كړې ده دغه شان يې په طلوع تلويزيون كې د بازي بخت د خپرونې او په يك تلويزيون كې هم دغې خپرونې ته د ورته پروګرام د بندولوغوښتنه كړې ده.

خو د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، چې پكار ده دا شان پريكړې د رسنيو د قانون څخه د سرغړونې كميسيون ته پريښودل شي.

ازادۍ راډيو هڅه وكړه چې په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواكو نظر هم واخلي خو د بيا بيا اړيكو ټينګولو سره، سره د دغه وزارت چارواكو په دې اړه له څرګندونو ډډه وكړه.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس