راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

برېښنا وزارت:د برېښنا په كارولوكې بايد اصراف ونه شي

د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل
وروستی بدلون 05 05 1389 07:06 PM

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواكو له خلكو وغوښتل چې د بريښنا په كارولو كې له له اصراف څخه كار وا نه خلي، ددې وزارت سرپرست وزير محمد اسماعيل دغه ټكي ته په اشارې سره وويل چې دا وزارت په افغانستان كې د بريښنا د سيستم د غځولو په برخه كې د پام وړ كارونه تر سره كړي دي.

په داسې حال كې چې په دې ورستېو كې په كابل او ولايتونو كې د بريښنا د توضيع چارې ښې او كړۍ يې پراخه شوې ده د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له خلكو غوښتي چې د بريښنا په كارولو كې دې له اصراف څخه كار نه اخلي.

د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل د سې شنبې په ورځ په كابل كې يوې غونډې ته وويل، چې د برېښنا په كارولو كې
اصراف د ټولنې په تاون دى نو پكار ده چې خلك په دې برخه كې له غورڅخه كار واخلي:

"لكه څرنګه چې يوهيږئ د اقتصاد چټك پرمختګ د انرژۍ غوښتنه زياتوي نو ځكه بايد د انرژۍ په مصرفولو كې له اصراف څخه كار وا نه خلو، دا معقوله تل په ياد ولرئ چې څاڅكى، څاڅكى سيند جوړوي."

په داسې حال كې چې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په دې وروستيو كې د ښو لاسته راوړنو خبره كوي د نظر خاوندان بيا دغې خبرې ته په غبرګون سره وايي، چې د برېښنا په برخه كې اساسي پروژې نه دي پلى شوي.

د افغانستان د ماليې پخواني وزير اشرف غني احمدزي چې په دغې غونډه كې يې ګډون كړى وويل، چې افغانستان د بريښنا د توليد لپاره پريمانه اوبه لري خو اوس يواځې د ۶۵۰ ميګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري چې دا په هيڅ ډول كافي نه ده:
"له بده مرغه له دومره ډيرو لګښتونو سره، سره د بريښنا او يا د اوبو يو نوى بند نه دى جوړ شوى او دا هغه خبره ده چې زموږ د خلكو په وينا رنځونكې ده."

خو د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت چارواكي وايي، چې د اوبو او بريښنا د بندونو جوړول اوږد مهالې پروژې دي چې ډير وخت غواړي او د لګښتونه پوره كول يې هم د نړېوالې ټولنې له مرستې پرته نا شوني دي.

دا په داسې حال كې ده چې افغان دولت د كابل په نړېوال كنفرانس كې له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د اوږد مهالو پروژو د پلي كېدلو په برخه كې مالي مرسته وكړي او نړېوالې ټولنې هم په نوموړې برخه كې د همكارئ ژمنه كړې ده.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس