د ختيځوسيمو خبريالانو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه
په جلال اباد كې د ژورنالستانو غونډه وروستی بدلون 05 05 1389 04:31 PM
د افغانستان د ختيځو ولايتونو خپلواکو خبريالانو د ١٣٨٩ کال د زمري د مياشتې په ٤ نېټه د ننګرهار ميديوتيک په رسنيو کور کې د خپلو ستونزو په اړه غونډه وکړه، چې په کې د ګڼو رسنيو شايق نېټ ورک، کليد راډيو، پژواک اژانس، پښتون اخبار، رويټر اژانس خبریالان راټول شوې و
همدارنګه له تصويري رسنيو طلوع، اريانا، شمشاد خبريالانو دغه راز د ولايت وياند، د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د جانبټ په مشرۍ د پولې پورې پروګرام يا پکټ مسوولينو، د نى شبکې سيمه ايز مشر او کارکوونکو، د ملګرو ملتو د سياسي دفتر مطبوعاتي مسوول او د هغه سلاکار، د بشر د حقوقو خپلواک کمېسون مرستيال او نورو ګڼو مسوولينو ګډون درلود، په غونډه کې د ژورنالېستانو پرمخ پرتو ستونزو باندې خبرې وشوې.
په پيل کې د ازادۍ راډيو خبريال محمد داود وفا وويل: په دې وروستيو کې دولتي مقامات او د ايتلافي ځواکونو منابع خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
دغه راز د وسله والو مخالفينو او نورو نا څرګندو لورېو له خوا خبريالان له ډول ډول ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دي. ده وويل: دا کنفرانس په همدې هدف جوړشوى، هيله ده اړونده ادارو چارواکي د خبريالانو له خولې د دوى ستونزې په خپله واوري.
د خپلواکو خبريالانو د دفاع کمېټې مشر او په ختيځه سيمه کې د پژواک اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي وويل: زموږ د ستونزو ډېره برخه دولتي چارواکي دي، يو خو ژورنالېستانو ته په خپل وخت معلومات نه ورکوي او بل دا چې زياتره وخت معلومات بېخي پټوي، چې دا په ژورنالېزم کې د تودو پېښو په وخت، خپرولو کې مهمه برخه ځکه ده که چېرته يو ژورنالېست خپلې رسنۍ ته په وخت خبر ورنه کړي، دا د ژورنالېستانو په ناخبرۍ دلالت کوي.
شاولي نيازى، چې د لغمان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشري په غاړه لري وويل: پخوا ښه و د دولتي چارواکو له خوا اخطارونه نه راکول کېدل؛ خو اوس تر بل هرچا لومړى دولتي چارواکي موږ زيات تهديدوي او ان د مرګ ګواښونه هم راته کېږي.
ده وويل: څه موده وړاندې مې د يوې سيمه ايزې مظاهرې خبر په کره شواهدو خپور کړ، خو د والي له خوا ولايت ته وغوښتل شوم او سخت ګواښونه راته وشول.
له کونړ نه راغلي خبريال سيد عبدالله نظامي د کونړ د خبريالانو ستونزې بيان کړې، دغه راز نورو ډېرو ژورنالېستانو هم خپلې ستونزې څرګندې کړې، دوى يوازې له دولتي چارواکو نه سرنه ټکاوه، بلکې له وسله والو مخالفينو او ايتلافي ځواکونونه هم خوابدي وو.
د ننګرهار د ولايت وياند احمدضيا عبدالزي ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړ او وې ويل، چې زه به سر له اوسه خپلې هلې ځلې پيل کړم او له دولتي چارواکو سره به ستاسې پر وړاندې پرتې ستونزې شريکوم او تر خپل وسه به هڅه وکړم، چې حل لار و مومم.
د ژورنالېستانو له خوا د دوى د ستونزو په اړه لاندې پرېکړه ليک د ټولو په اتفاق په دې توګه وړاندې شو:
١- حکومت خبريالانو ته په خپل وخت معلومات نه ورکوي يا پوره معلومات نه ورکوي، موږ د دغه غونډې له دريځ نه پر چارواکو غږ کوو، چې ژورنالېستانو ته د معلوماتو د ورکړې ستونزه حل کړي.
٢- د خبريالانو د امنيت خونديتوب په دې وروستيو کې ډېر خراب شوى، خبريالانو ته ګواښونه کېږي، په وړاندې يې په اګاهانه ډول امنيتي ستونزې رامنځته کېږي. پر ښکېلو خواو د امنيتي ستونزو د حل غږ کوو.
٣- د پېښو پروخت خبريالان تهديدېږي، دا مسله تر ډېره چارواکو ته راجع ده. پر چارواکو د خبريالانو د درنښت غږ کوو.
٤- د حکومت تبليغات او د رغاونې د کارونو په اړه پوهاوى ډېر کمزورى دى. حکومت دې د دغه ستونزې حل ته پام واړوي.
٥- د ژورنالېستانو په نوم کابل مېشتې ټولنې، نه زموږ ټولنې دي او نه يې موږ غړي يو؛ ځکه په تېرو کلونو کې يې نه موږ ته کار کړى او نه له موږ څخه دفاع.
٦- په ننګرهار او ختيځه سيمه کې ځينې ادارې روزنيز کورسونه او سيمنارونه جوړوي، چې له ژورنالېستانو سره هېڅ تفاهم نه لري.
دغه ډول پروګرامونه هم د ازادۍ ميډيا پر وړاندې ستونزه بولو. د نورو خبريالانو پر ځاى دې موجود خبريالان وروزل شي.
٧- د ختيځې سيمې د ژورنالېستانو له موافقې پرته په هغو غونډو کې ګډون نه کوو، چې دولتي چارواکي، ايتلافي مشران او ژورنالېستان سره کېنوي.
٨- هغه پروژه يي پروګرامونه، چې د ختيځې سيمې د ژورنالېستانو تفاهم او موافقه په کې نه وي شامله زموږ پروګرامونه نه دي.
تر پرېکړليک لوستو وروسته ټولو خبريالانو په راتلونکي کې د يوې نتيجوي غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه، تر څو معلومه کړي، چې د خپلو ستونزو پر وړاندې مبارزه يې څه لاسته راوړنې لري.
محمد داود وفا