افغان چارواکي: په هلمند کې ٥٢ ملکيان وژل شوي
د پېښې د څېړلو لپاره د دولت يو پلاوى سيمې ته لاړ وروستی بدلون 05 05 1389 01:11 PM
پرون د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري وويل شول، چې ناټو ځواکونو په هلمند کې پر يوه کور توغندى ويشتلى چې په نتيجه کې ٥٢ ملکيان وژل شوي دي، خو نړيوالو ځواکونو دغه ادعا بې اساسه بللې.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر حامد کرزي او د وزيرانو شورا د هلمند دغه حمله په کلکه غندلې ده.
د وزيرانو شورا د هلمند دغه حمله په کلکه غندلې اعلاميه زياتوي، افغان حکومت د هغو پټو اسنادو خپرېدو ته په پام سره چې په څرګنده وايي، د افغانستان موقف هم تمثيلوي، هغه دا دى چې د تروريستانو، د تمويل، تجهيز او روزنې مرکزونه د افغانستان په کليو کې نه، بلکې له پولې هاخوا دي.
د دې پېښې د څېړلو لپاره د دولت يو پلاوى سيمې ته لاړ چې ويلي يې دي، هلته يې په سنګين کې داسې کور وليد، چې د جمعې په ورځ د نړېوالو ځواکونو په دې راکټي حمله کې وران شوى و.
د جمهوري رياست په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، ٥٢ کسان په پېښه کې وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
اعلاميه وايي، ولسمشر حامد کرزي له دغو کورنيو سره ټيليفوني تماس ونيوه او خواخوږي يې څرګنده کړه، دغه راز يې له ناټو ځواکونو هم وغوښتل چې تر ممکنه حده د خپلو پوځي عملياتو په جريان کې د ملکي تلفاتو مخنيوى وکړي.
راپورونه وايي پېښه د سنګين ولسوالۍ په رېګي سيمه کې شوې، د سيمې اوسېدونکو د پېښې په لومړېو کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، چې ټول قربانيان ملکيان دي او دوى ښخ کړي، چې د نومونو ليست يې هم ترتيب کړى دى.
پرون ناوخته ناټو وويل، له افغان حکومت سره ګډ تحقيقات پيل شوي، چې د ملکي تلفاتو په اړه اسناد او شواهد برابر کړي. دغو ځواکونو ويلي چې شپږ سخت دريځي وسلوال يې وژلي.