د ويکي ليکس پر راپوربېلابېلو هېوادونوعکس العمل ښوولى
د ويکي ليکس ادارې موسس جوليان اسېنج له ګارډين ورځپاڼې سره په خبرو کې بيا ويلي دي، د دغو اسنادو خپرېدود جګړې اصلي څېره وښوده وروستی بدلون 05 05 1389 12:52 PM
په کابل او اسلام اباد کې تحليل کوونکو او چارواکو د ویکي لیکس ډلې په نوم د محرمو اسنادو د یوه خپروونکي ویب سايټ د وروستي راپور تر خپرېدو وروسته بېلابېل عکس العمل ښوولى، په دې راپور کې د افغانستان په جګړه کې د غربي ځواکونو د ماتې ادعا شوې دغه راز ويل شوي چې پاکستاني استخبارات د سخت دريځو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.
د ويکي ليکس د دې حيرانوونکي راپور تر خپرېدو وروسته د کابل عکس العمل چټک و، خو پاکستان يې متحويات رد کړل.
دغه راپور د ٩٢زره پټو اسنادو له مخې برابر شوى او د ګڼو افغان چارواکو او تحليل کوونکو هغه ادعا نوره هم قوي کوي، چې له کلونو راهيسې يې د ناټواوامريکايي پوځيانو د څو کلنې جګړې د ډول په اړه درلوده.
پرون د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر په کابل کې خبريالانو ته وويل دوى به په دې اړه جدي څېړنه کوي، چې د ده په خبره تر څيړنو وروسته به دغه اسناد ډېر نور څه هم څرګند کړي:
”لکه څنګه چې تر اوسه موږ اندېښنه درلوده او په دغواسنادو کې چې موږ مطالعه کړي دوه شيان څرګند دي، هغه ملکي تلفات او د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ISI د رول په اړه، چې دې ادارې په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره زيات رول لوبولى دى.“
د پوځي چارو په برخه کې د زرګونو اسنادو له مخې دغه برابر شوى راپور د ٢٠٠٤م کال له جنورۍ څخه را نيولې د ٢٠٠٩م کال تر ډيسمبره پورې حالات بيانوي، چې د همدې کال په مې مياشت کې د اوباما ادارې د افغانستان د جګړې په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه، راپور هم په ترتيب سره د جګړې بد وضعيت تشرېح کوي.
په راپور کې د ملکي تلفاتو د زياتېدو او د طالبانو د حملو د شدت په اړه هم ځينې اسناد ځاى شوي، چې ويل شوي دغه سخت دريځي وسلوال د ګاونډي هېواد پاکستان له پناه ځايونو او مرستو خوندونه اخلي، راپور د پاکستان استخباراتي اداره يا ISI تورنه کړې چې د دغو وسلوالو ملاتړ او مرسته کوي.
په کابل کې مېشت د سياسي چارو کار پوه احمد سعيدي ازادۍ راډيو ته وويل، د دغو اسنادو خپرېدو په افغانستان کې د اسلام اباد دوه مخې لوبه څرګنده کړه. دى وايي د دې راپور محتويات ښيي چې پاکستان له هغو مالي مرستو استفاده کوي چې امريکا يې د ټروريزم په وړاندې د جګړې لپاره لګوي.
په راپور کې پرغربي ځواکونو، هندي ډيپلوماتانو او مرستندويانو دغه راز افغان چارواکو د تنظيم شوېو بريدونو په برخه کې د پاکستاني جاسوسانو د رول يادونه هم شوې، چې ويل شوي د استخباراتي ادارې ISI پخواني مشر حميد ګل دغسې زيات بريدونه تنظيم کړي.
خو اسلام اباد دغه راپور رد کړى، د پاکستان پخواني پوځي جنرال او د امنيتي چارو شنونکي جنرال طلعت مسعو ازادۍ راډيو ته وويل په دې راپور کې هڅه شوې چې پاکستان بدنامه شي:
”زياتره ادعاوې حقيقت نه لري، په حقيقت کې د ملي امنيت په شورا کې د هغوى خپلوعالي رتبه چارواکو او په نورو ځايونو کې دوى ويلي چې دغه راپور سم نه دى، دوى ويلي چې د پاکستان او امريکا ترمنځ همکاري زياته شوې ده.“
پاکستاني تحليل کوونکو ويلي، د دغو اسنادو معلومات به ښايي د افغان مخبرانو او استخباراتو له خوا برابر شوي وي، چې د دوى په وينا په تاريخي لحاظ هم له کابل سره د پاکستان اړيکې ښې نه دي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ISI پخواني مشر حميد ګل دغه ادعاوې غندلي، له القاعدې او طالبانو سره يې د خپلو اړيکو درلودل رد کړي.
د ويکي ليکس ادارې موسس جوليان اسېنج له ګارډين ورځپاڼې سره په خبرو کې بيا ويلي دي، د دغو اسنادو خپرېدو د جګړې اصلي څېره وښوده:
”د افغانستان او نورو هېوادونو ولسونه به وګوري چې رښتيا هم څه روان دي او په ستونزو به خبر شي. د راپور اهميت په دې کې دى چې جامع محتوا لري، ځکه له ٢٠٠٤م کال راهيسې د جګړې په اړه يو تصوير دى، دغه راز منفردې پېښې هم په کې را اخيستل شوي، چې دغه پېښې هم خاص اهميت لري.“
د دې راپور په اړه د امريکا په ګډون، جرمني، ايران، بريتانيا او ځينو نورو هېوادونو عکس المعل ښوولى.