د محرمو اسنادو د څرګنديدو په اړه د افغان حكومت غبرګون
ښاغلی عمر وايي، چې په افغانستان كې سولې او ثبات هغه وخت امكان لري، چې د تروريستانو د تمويل، روزنې او تجهيز مركزونه له مينځه ولاړشي. وروستی بدلون 04 05 1389 10:52 PM
افغان حكومت وايي، چې د ويكي ليكس په نوم د محرمو اسنادو د څيړونكې ډلې له خوا د افغانستان د جنګ او له طالبانو سره د پاكستان د استخباراتي شبكې د همكاريو په اړه به ډيرې څيړنې وكړي.
د ولسمشر كرزي وياند د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل چې د دغو پټو اسنادو خپرېدل د تروريزم په وړاندې د مبارزې او نورو مسايلوپه اړه ښه معلومات دي.
د افغانستان د جنګ او په دې جنګ كې د پاكستان د لاس لرلو په اړه د لسګونو زرو پټو استخباراتي اسنادو له خپرېدو وروسته افغان حكومت اعلان وكړ، چې د دې اسنادو په اړه به جدي څيړنې وكړي.
د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د دغو اسنادو خپرېدل له مسايلونه د خبرېدو ښه منبع ده او كولاى شي، چې له تحقيقاتو وروسته ډېر نور مسايل هم په ډاګه كړي.
ښاغلي عمر د خپلو خبرو په دوام وويل:
"لاهم د دغو معلوماتو په اړه زموږ څيړنې روانې دي او دا چې په اړه يې په تفصيل خبرې وكړو له وخت نه مخكې خبره ده.
د دې اسنادو خپرېدل د ټولو لپاره د ډيرو معلوماتو ترلاسه كول دي او دا ښيي، چې په افغانستان كې سولې او ثبات ته رسيدل هغه وخت امكان لري، چې د تروريستانو د تمويل، روزنې او تجهيز مركزونه له مينځه ولاړشي."
وحيد عمردغه راز وويل، چې د ويكې ليكس په نوم د محرمو اسنادو د څيړونكې ډلې په خپاره شويو اسنادو كې په افغانستان كې د ملكي تلفاتو او د دې تلفاتو د رامنځ ته كيدو د څرنګوالي په اړه هم مهم مسايل خپاره شوي، چې دا ملكي تلفات د افغان حكومت او خلكو ترمنځ د فاصلې د زياتېدو لامل ګرځيدلى دى.
د ويكې ليكس ډلې دا اوس اوس د افغانستان د جنګ او له وسله والو طالبانو څخه د پاكستان د استخباراتي شبكې د مرستې او ملاتړ په اړه يونوي زره پټ اسناد خپاره او په ډاګه كړي.
په دې پټو اسنادو كې دې ته هم اشاره شوې، چې د پاكستان استخباراتي شبكې يا اى. اېس. اى هغه مرستې چې نوموړي هېواد ته د تروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره وركړ شوي له طالبانو څخه د ملاتړ په برخه كې لګولي دي.
وحيد عمر وويل چې دوى په پاكستان كې د تروريستانو د روزنې، تمويل او تجهيز په اړه مسايل له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا له متحده ايالاتو سره شريك كړي دي.
د ولسمشر كرزي وياند خبردارى وركړ ترڅو چې په پاكستان كې د تروريستانو دا ځالې له منځه لاړې نه شي نو په سيمه كې امنيت هم نه شى ټينګيداى:
"خپلې غوښتنې مو ډېر ځلې مطرح كړي او يوځل بيايې مطرح كوو، چې د افغانستان خلك، حكومت او ټوله نړۍ معلومات لري او دغه راز د پاكستان حكومت او خلك هم په دې پوهيږي چې ترڅو په پاكستان كې د تروريستانو د تمويل، تجهيز او فكري روزنې مركزونه ويجاړ نه شي په افغانستان كې د سولې او ثبات راوستل لري او ناممكنه خبر ده."
په تيرو وختونو كې هم د افغانستان په جنګ كې د پاكستان د لاس لرلو او له تروريستي ډلو او شبكو څخه د پاكستان د ملاتړ په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي خو دا ډول راپورونه د پاكستان له خوا رد شوي دي.
لاتراوسه نه ده معلومه، چې د دې پټو اسنادو خپرېدل به په افغانستان كې د سولې د ټينګښت او د افغانستان په اړوندو مسايلو كې د پاكستان د استخباراتي شبكې په فعاليتونو څه اغيزه وكړي.
خو كارپوهان وايي، چې نړيوال او امريكا بايد په پاكستان كې د تروريستانو مركزونه ويجاړ او د پاكستان د استخباراتي شبكې په وړاندې جدي چلند غوره كړي.