د مكسيكو په خليج كې د تيلومخه ونيول شوه
وروستی بدلون 25 04 1389 07:47 PM
د تېلو برېتانوي شرکت BP تېره شپه ناوخته د مکسیکو په خلیج کې د تېلو د لیک شوې څاه پرسر د یوه نوي سرپوښ په نصبولو سره بالاخره د تېلو د راوتو مخه ونیوله.
بريتانوي شركت يا د BP د شرکت مسوول وايي، که څه هم اوس له څاه څخه د تېلو د راوتو بهیر بند شوی، خو لاهم انتظار په کار دی څو معلومه شي چې نوی سرپوښ کار ورکوي او کنه.
له ۸۵ ورځو ۱۶ ساعتو او ۲۵ دقیقو وروسته د پنجشنبې په ماخستن د مکسیکو د خلیج په تل کې د BP شرکت د تېلو له لیک شوې څاه څخه د تېلو د بهېدو مخه ونیول شوه.
د اوبو له تل څخه په وروستیو ویډیویي تصاویرو کې ولیدل شول، چې د تېلو هغه لویه داره ورکه شوې ده چې په تېرو څه کم درېو میاشتو کې له لیک شوې څاه څخه راوتله.
BP د لیک شوې څاه نوی سرپوښ چې وزن یې ۷۵ ټنه دی د روانې اونۍ په پیل کې د اوبو تل ته کښته کړ، چارواکي وايي د لیک شوې څاه پر سر د نوي سرپوښ د نصبولو له بریالیو عملیاتو وروسته اوس انتظار په کار دی، څو معلومه شي چې ایا د څاه نورې
د امریکا ولسمشربارک اوباما تېره ورځ د دې نوي پرمختګ هرکلی وکړ برخې به هم لیک شوې وي کنه.
کارپوهان وايي، چې اوس لوی خطر تر سرپوښ لاندې په څاه کې د تېلو فشار دی، ځکه دا فشار ښايي د څاه د چاودلو او یا د اوبو په تل کې له نورو سورېو څخه د تېلو د راوتلو باعث شي او که داسې وشي نو وضعیت به تر دې هم خراب شي.
په نیو یارک کې د تېلو د تولید د چارو کارپوه فضل غیت وايي، چې که د BP عملیات بریالي شي، دا به یو ډېر لوی پرمختګ وي:
"نه شي کولای له لږ تر لږه شپږ ساعته انتظاره مخکې د بریالیتوب اعلان وکړي او ښايي دا انتظار ۴۸ ساعته اوږد شي، که بریالیتوب ترلاسه شي، زه فکر کوم دا به یو ټاکونکی پړاو وي. دا به نه یوازې BP ، بلکې موږ ټولو ته یو ښه زیری وي."
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره ورځ د دې نوي پرمختګ هرکلۍ وکړاو هغه یې یوه مثبته علامه وبلله، خو ده خبرداری ورکړ چې دا تراوسه د ازموینې پړاو دی.
د اپریل په شلمه د دې فاجعې له پیله تراوسه نژدې ۷۰۰ میلیونه لیتره خام تېل چې په ډېر شدت سره د تېلو له سرچینو څخه راوتل د مکسیکو د خلیج تل او د اوبو سر ته نفوذ کاوه او له ټکزاسه نیولې تر فلوریډا پورې د خلیج پرغاړه د امریکا د پنځو پرتو ایالتونو لپاره یې د چاپېریال یوه بې سارې تراژیدي جوړه کړه.
دا د سیلانیانو د تفریح ډېر مهم ځای و خو وروسته له دې چې د اوبو پرسر د خلیج له تله د راوتلو تېلو پنډه پرده خوره شوه، سیمې ته د سیلانیانو راتګ بند شو، دا ځای تشه بېدیا شو او په نتیجه کې یې د زرګونو کسانو کاروبار په ټپه ودرېد.
راوتلو تېلو په دې ځای کې ګڼ سمندري ژوي او مارغان هم ووژل، او دا وېره شته چې اغېزې به یې تر ډېرو کلونو پورې چاپېریال ته ګواښ کوي.
کارپوهان وايي، چې د وروستۍ هڅې د بریالیتوب په صورت کې به هم دا د حل دایمي لاره نه وي او د مکسیکو په خلیج کې د دې بحران د پای ته رسېدو په معنی نه ده.
BP شرکت په پام کې لري چې د اګست میاشتې تر نیمايي پورې د لیک شوې څاه څنګ ته دوه متبادلې څاه ګانې وکیني او زیانمنه څاه د تل لپاره بنده کړي.
هغه وخت به د مکسیکو د خلیج په سواحلو کې د توی شوېو تېلو د پاک کارۍ او په سیمه کې د چاپیریال د بیارغونې کار پیل شي چې ښايي کلونه کلونه وخت ونیسي.