په افغانستان کې د سوالګرو ښځو شمېر مخ په زیاتېدو دی
ډیري سوالګرې وايي، چې دوی له مجبوریته سوال کوي، د دوی هم خوښیږي، چې ښه او ارامه ژوند ولري. وروستی بدلون 21 12 1388 08:29 PM
په افغانستان كې په ځانګړي ډول پلازمينه كابل كې د ښځينه سوالګرو شمېر ورځ تر بلې مخ په زياتيدو دى، دا په داسې حال كې ده، چې د سوالګرو تر منځ د توپير د كميسيون غړي او د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي ګڼ شميردغه سوالګرې يې راټولې كړي دي.
په افغانستان كې په ځانګړي ډول د پلازمينې كابل په لارو او واټونو كې د نارينوو او ماشومانو تر څنګ ډيرى ښځې هم شته چې سوال ته ناستې دي او د هر لاروي د لمنې په نيولو او د هغوى پښو ته په پريوتلو سره د پيسو غوښتنه كوي.
كه څه هم د كابل ښار د سوالګرو تر منځ د توپير او د دوى د راټولو په هدف له ځينو دولتي ادارو له استازو نه جوړ يو ګډ كميسيون ته دنده هم سپارل شوې ده، چې په دې برخه كې عملي ګامونه پورته كړي خو لا هم هغه د چا خبره كيسه زړه په زړه ده.
د كابل ښار يوه سوالګره خالده د خپلې سوال په اړه وايي:
"زهيره يم، د كور كرايه نه لرم، د كور كرايه راټولوم، بې كوري د خداى قهر دى، يو څوك چې زوى ونه لري، ميړه ونه لري مجبور دي، چې دغه كار وكړي.
خداى مو دې له غلا وساتي، سوال راته حلال ښكاري، كه چا راكړل هغه دى او كه نه هم كور يې ودان."
د سوالګرو تر منځ د توپير د كميسيون د يو شمېر غړو په وينا ډيري ښځې د نا سم اقتصادي وضيعت له امله سوال كوي، د دوى په وينا كه چيرې دغو ښځو ته د كار كولو اسانتياوې برابرې شي نو ښايي چې له لارو او واټونو نه يې راټول ډير وخت ونه غواړي.
د افغانستان د سرې مياشتې د مرستونونو ریيس او د سوالګرو تر منځ د توپير د كميسيون غړى نورعلي علي زاده وايي:
"ښځینه سوالګرې ډېرې ستونزې لري، ځکه دو بې روزګاره دي، دوی کار غواړي. موږ د ښځو له چارو وزارت سره خبرې کړي، چې ځینې پروژې دې دوی ته ورکړي او دوی ته دې کار پیدا کړي.
تر اوسه دوی له موږ سره کومه مرسته نه ده کړې، غواړې چې له موږ سره یو ځای شي او مرسته وکړي."
خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت چارواكي وايي، چې سوالګرې ښځې كار كولو ته غاړه نه ږدي او د دوى له خوا د كاري اسانتياوو د نه شتون خبره يواځې يوه بهانه ګڼي.
د كابل ولايت د ښځو د چارو ریيسه او د سوالګرو تر منځ د توپير د كميسيون غړي كريمه سالك وايي:
"يو شمېر ځوانې ښځې او نجونې چې موږ دېرش، څلويښت ورځې ساتلي او دلته مو د ښځو بڼ ته د ميرمنو پروژو ته راوستي دي، له دې ځايه يې درې، څلور كسه نورې هم له ځانه سره له لارې ايستې دي او بيايې سوالګرۍ ته مخه كړې ده.
د دې لامل دا دى چې دوى ځان تر يو سيستم لاندې نه راولي. دا د لارې جوړولو لپاره يوه بهانه ده، هغوى چې كار كوي دا شان بهانې نه كوي، راشئ وګورئ، چې موږ څومره كسان جذب كړي دي."
د معلوماتو له مخې د سوالګرو تر منځ د توپير په كميسون كې د افغانستان د كار او تولنيزو چارو وزارت، سرې مياشتې، د ښځو چارو وزارت او يو شمېر نورو دولتي ادارو استازي شامل دي خو د راټولولو چارې يې د كورنيو چارو وزارت ته وركړل شوي دي.
د كابل ولايت د ښځو چارو د ريیسې كريمې سالك په وينا داسې راپورنه دوى ته وركړل شوي، چې پوليس له سوالګرو پيسې اخلي او بېرته يې خوشې كوي:
"هغه راپورنه، چې موږ ته رارسيدلي وايي، چې پوليس د دې په خاطر چې د سوالګر هويت څرګند كړي، چې كېسه بر يا وژونكى نه وي د ده جيبونه لټوي، چې د سوالګرو په وينا پوليس بيا له دوى څخه پيسې اخلي."
خو د افغانستان د كورنيو چار وزارت د جنايي څيړنو ريیس سيد عبدالغفار صاحب زاده دا شان راپورنه بې بنسټه ګڼي او دا د افغانستان د ملي پوليسو په وړاندې يو تور ګڼي.
د افغانستان د سوالګرو تر منځ د توپير د كميسيون د چارواكو په وينا له كابل ښار څخه د سوالګرو د راټولو په برخه كې تر ډيره پرمختګ شوى دى، د دغه كميسيون د غړي ښاغلي علي زاده په وينا دغه كميسيون له كابل ښار څخه له زرو څخه زيات سوالګر راټول كړي دي.
ويل كيږي چې اكثره سوالګر په سوال كولو روږدي شوي دي، نو بېرته عادي ژوند ته د دوى راگرځول به تر ډيره ستوزمن كار وي، كارپوهان وايي چې د دې پر ځاى چې سوالګر له سوال كولو منع شي، ښه به دا وي چې د دغه كار د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلك په دې وپوهول شي چې سوالګرو ته د پيسو په وركولو سره، دوى سره د مرستې پر ځاى له دوى څخه راتلونكې اخلي.
د كارپوهان په وينا پكار ده افغان دولت په دغه هيواد كې د سوالګرۍ د ناوړه دود د ختمولو لپاره دوى ته د كار كولو اسانتياوې برابرې او د مرستو د صندقونو د جوړولو له لارې له اړو كسانو سره مرستې وكړي.