راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

موسى کلا امريکايي پوځيانو ته سپارل کېږي

وروستی بدلون 21 12 1388 06:38 PM

په داسې حال کې، چې امریکا په افغانستان په تېره بیا هلمند کې له خپلې نوې ستراتیژۍ سره سم د خپلو ځواکونو شمېر درګرده زیاتوي، دا پوځیان غواړي چې د هلمند ولایت په موسی کلا کې د امنیتي چارو مسوولیت له بریتانوي ځواکونو واخلي. دا خبره بريتانوي ځواکونو کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ د دې موضوع په اعلانولو سره وويل، چې دا اقدام د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د قواوو د انډولولو لپاره لومړنی ګام دی، څو یقیني شي چې د ناټو ځواکونه د ملکیانو په ساتنه او د طالبانو په وړاندې په جګړه کې پوره اغېزمن دي.

هلمند چې د مساحت له پلوه د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی، د وسلوالو طالبانو په وړاندې د امريکايي او ناټو ځواکونو د جګړې مرکز بلل کېږي.

په موسي کلا ولسوالۍ کې پنځه سوه بریتانوي سرتېري ځای پرځای دي. دا پوځیان به په راتلونکو اوونیو کې د هلمند مرکزي برخو ته، چې ګڼ نفوسې سیمې دي، ولېږدول شي، چې له وړاندې ځينې بريتانوي پوځيان په کې دېره وو.

د بریتانیا حکومت وايي، چې له دې سره به په مجموع کې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو په شمېر او وضعیت کې کوم بدلون رانه شي.

حاضرمه په هلمند کې شاوخوا لس زره بریتانوي پوځیان مېشت دي.

له ۲۰۰۶ ع کال راوروسته چې بریتانوي ځواکونه موسي کلا ته استول شوي په دې ولسوالۍ کې درویشت بریتانوي پوځیان وژل شوي.

بريتانوي، امريکايي او افغان ځواکونو تېره مياشت د همدې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې پوځي عمليات پيل کړل، چې تر ٢٠٠١م کال وروسته ستر پوځي عمليات بلل شوي دي.

رويټرز خبري اژانس زياتوي، د بريتانوي ځواکونو لپاره په وروستيو اوونيو کې بله مهمه سيمه سنګين ولسوالۍ ده، چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې شپږ بريتانوي عسکر په کې ووژل شول.

په دې توګه له ٢٠٠١م کال وروسته په افغانستان کې د وژل شويو بريتانوي عسکرو شمېر ٢٧٢ ته زيات شو.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس