راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / نړۍ

طنطاوي افراطیان د اسلام مخالف خلک ګڼل

شیخ محمد سعید الطنطاوي د یو اتیا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې
21.12.1388

په اسلامي نړۍ کې د سنیانو یو ډير منلی او روشنفکره عالم، شیخ محمد سعید الطنطاوي د یو اتیا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې د سني مسلمانانو د تر ټولو ستر او پخواني اسلامي تعلیمي مرکز الازهر مشر شیخ محمد سعید الطنطاوي د یو اتیا کلنو په عمر په عربستان کې وفات شو.

شیخ طنطاوي عربستان ته په سفر و چې زړه یې ودرید، له څوارلس کلونو راهیسې دی د ازهر پوهنتون مشر و او د افراطي ډلو لکه طالبانو او القاعده پرضد یې علمي مبارزه کوله.

ده بیا د ملکیانو پرضد د ترورستي بریدونه غندله وکړه او په عمومي ډول یې افراطیان د اسلام مخالف خلک وګڼل. تیر منی یې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل:
((هیڅ عاقل دا نه مني چې ترورزم له اسلام سره رابطه لري. ترورزم د وژنې او ویجاړولو مفهوم افاده کوي او له سوله غوښتونکو سره دښمنۍ ته وایي، په دې مفهوم ټول اسماني ادیان له ترورزمه بري دي، همداراز د سالم عقل خاوندان ترې بري دي))
په دوه زره دریم کال کې طنطاوي ځان وژونکي برید کوونکي د اسلام دښمنان وبلل. شیخ طنطاوي همداراز د جهاد په اړه دا نظر ورکړی و چې اسلام د سولې دین دی او څه ته چې افراطي ډلې جهاد وایي د هغه او اسلام تر منځ د مځکې اواسمان تر منځ فرق دی.
شیخ محمد سعید الطنطاوي د جنازې د مراسمو یوه څنډه


شیخ طنطاوي فتواوې په مختلفو برخو کې ورکړې دي، ده د سقط جنین په برخه کې هم فتوا ورکړې ده، او حتی په فرانسه کې چې حکومت ټولو نجونو ته امر وکړ چې پوړنی دې نه پر سروي، شیخ طنطاوي وویل، پروا نه کوي که نجونې په ټولګي کې کښیني او څه پر سر نه کړي.

د ازهر شریف دغه منلي شیخ به استدلال کاوه، تر دې چې نجونې له زده کړو بې برخې کیږي، غوره ده چې پوړنۍ پر سر نه کړي او تعلیم وکړي.
له شیخ طنطاوي سره په ژوند کې مخالفتونه هم شوې دي، تیر کال چې کله ده د ښځو له نقاب سره مخالفت وکړ، په مصر کې افراطي ډلو دی تورن کړ چې بې حجابي ته لاره هواروي، خو طنطاوي هغه مهال ازادۍ راډیو ته وویل:
((ازهر کله داسې فتوا نه ده ورکړې چې مسلمانه ښځه دې حجاب د عامو خلکو مخې ته نه مراعاتوي، ما یوازې دا غوښتنه کړې وه چې زده کوونکې دې په ټولګي کې حجاب نه کوي په تیره بیا چې په ابتدایي ښوونځي کې وي یا ټولې زده کوونکې او استادانې ښځې وي. دا هیڅ مانا نه لري چې نجونې دي په صنف کې مخ پټ کړي او څنګ ته دې یې هم بل نجلۍ ناسته وي، زما فتوا په دغې برخې کې وه))
د سقط جنین په برخه کې طنطاوي اجازه ورکړې وه چې د تیري په وخت جواز لري، د ښځو د ختنې په اړه ده ویلې و چې دا کار له اسلام سره هیڅ ارتباط نه لري.

په مصر کې اسلامي سیاسي ډلو هر وخت پر طنطاوي انتقادونه کړې دي او دی یې تورن کړی چې د مصر د حکومت په ګټه فتواوې ورکوي.
د طنطاوي د دفتر په وینا ویل شوې دي چې د موقت وخت لپاره به د ده پرځای محمد واصل چې د شیخ مرستیال و د پوهنتون مشري وکړي او د ازهر جومات امامت، ترڅو بیا د مصر ولسمشر بل مشر ټاکي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس