سادات: سږکال به نوروز په ځانګړو مراسمو ولمانځل شي

د كابل ښاروالي مرستيال وهاب الدين سادات
وروستی بدلون 20 12 1388 05:39 PM
افغان حكومت د نوروز د جشن د نمانځلو لپاره يوكميسيون ته دنده سپارلې، چې د جشن په ورځو كې دې خلكو ته زياتې اسانتياوې برابرې كړي.په افغانستان كې د نوروز لومړۍ ورځ په خاصو مراسمو او د خلكو په عنعنوي ميلو سره نمانځل كيږي.
د ولتي چارواكي وايي، چې د نوروز د عنعنوي جشن د نمانځلو لپاره يې ځانګړي تدابير نيولي دي.
د كابل ښاروالي مرستيال وهاب الدين سادات وايي، چې په دې وروستيو كې د جمهور رييس حامد كرزي په امر د دولت څه كم شلو ارګانونو ته سپارښتنه شوې ده، چې هره اداره دې د دوى د دندو په پام كې نيولو سره هڅې وكړي، چې د نوروز د ميلې پرمهال خلكو ته لازمې اسانتياوې برابرې كړي.
د كابل ښاروالۍ مرستيال وهاب الدين سادات وويل:
"سږ کابل د نوروز میله د نورو څخه به یو څه توپیر ولري، دا میله به نوره شانداره او د خلکو لپاره د تفریح او سرګرمي سبب وګرځي او لامل یې دا دی، چې نورو د یونسکو له خو د نړیوالو میراثونو په لیست کې شامل شوی دی.
نو د همدې له امله هم د یونسکو د دارې له خوا او هم د افغانستان د دولت له خوا د نوروز میله په شانداره توګه د لمانځلو په اړه د ولسمشر کرزي د حکم په اساس یو لوړرتبه کمیسیون جوړ شوی او همدف یې دا دی، چې دا مراسم په ډېرو مطمینو شرايطو کې ولمانځل شي."
د افغانستان خلك د دوى د لرغونو دودونو له مخې د هركال د پيل په لومړۍ ورځ د هيواد د مركز او ولايتونو په ځانګړو ځايونه كې جڼدې پورته كوي او دعاوې كوي، چې په نوي كال كې ډيرې نيكمرغۍ ورپه برخه شي.
وهاب الدين سادات هيله وښوده، چې د كميسيون د تياريو په نيتجه كې به د راتلونكي كال د پيل جشن تر نورو منظم اوسي:
"د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړي توګه د لومړۍ ناحیه په ځینو برخو کې، د یوولسمې ناحیې په ځیمو برخو کې او د دریېمې ناحیې په سیمه کې جنډې پورته کیږي او تر ټولو لوی پروګرام به د بادام باغ په برخه کې وي، هلته به کمپونه لګېدلي وي، چې خلک به ترې لیدنه کوي.
په نورو برخو کې هم د داشان کمپونو د لګولو پروګرام شته او کمیسیون په دې برخه کې کار کوي او زه هیله مند یم، چې سږ کال به په ډېرو پرتمینو مراسمو پیل شي او ډېر خلک به په کې ګډون وکړي."
خو خلك وايي، هركال په دې ورځ د لارو د بندېدو، د خلكو له ګڼې ګوڼې او بې نظميو له امله له ستونزو سره مخ كيږي. د رفيع اله په نوم يو تن وايي:
"لږ تر لږه ۵ ورځې مخکې ورته تدابیر ونیول شي، امینت ټینګ شي، ځاینو ورته جوړ شي، نو له پولیسو، ملي اردو او ټولو امنیتي ارګانونو څخه دا هیله لرو، چې امنیت په ښه توګه ټینګ کړي، ځکه په ټول کال کې یو ورځ نوروز وي.
که لارې بندې شي، نو ستونزې زیاتیږي، باید چې د حل لاره ورته وموندل شي."
د المپيك ملي كميټه هم وايي، چې دوى د جشن په ورځو كي ، دمختلفو رسمي او غير رسمي ورزشونو ټيمونه چمتو كړى چې د ښار په مختلفو ځايونو كې يولړ نندارې ترسره كړي.
امينتي ارګانونه وايي، دوى د يوځانګړى پلان له مخې امنيتي تدابير بشپړ كړي دي.
راپور: خان محمد سيند