راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

کابل کې ۱۹ تنه ښځینه پولیسو ته د فراغت اسناد ورکړل شول

وروستی بدلون 20 12 1388 08:10 PM

په كابل كې يوه ډله ښځينه پوليسې له اساسي زده كړو څخه فارغې شوي او ټاكل شوې ده، چې ډير ژر به د پوليسو په ليكو كې عملا كار پيل كړي. د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت د تعليم او تربيي ریيس د پنجشنبې په ورځ د دغو ښځينه پوليسو د فراغت په مراسمو كې وويل، چې دوی هڅه كوي په هېواد كې د ښځينه پوليسو شمير زيات شي.

په كابل كې د ښځينه پوليسو شپږمه دوره د پنجشنبې په ورځ فارغه شوه او تمه ده، چې ډير ژر به د پوليسو په ليكو كې عملا كار پيل كړي.

دغو ښځينه پوليسو د كابل د پوليسو په اكاډمۍ كې شپږ مياشتنې ځانګړي روزنه ترلاسه كړه.

د افغانستان د كورنيو چارو په وزارت كې د تعليم او تربیې ریيس ګل نبي احمدزي په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:

"زموږ نننی پروګرام د ۱۲نجونو د فراغت په اړه وه، چې له پخوا څخه دوی په مسلک کې موجودې وې او له دغې ارتقايي کورس څخه فارغې شوې.

دا زموږ لومړنۍ کورس نه دی، بلکه له پخوا څخه زموږ د قابلیتو د ارتقا سلسله روانه ده، پخوا هم ډا ډول کورسنه درلودل، نن مو ۱۲ تنو د فراغت سند ورکړ او شل تنه نور په زده کړې بوختې دي او دا به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

د اوس لپاره شاوخوا ۹۰۰ تنه ښځينه پولیسې، د ملکي او نظامي برخه کې لرو."

د افغانستان د پوليسو د اكاډيمي چارواكي وايي، چې په تېرو دورو كې چې كومې ښځينه پوليسې فارغې شوي دي، دامهال د پوليسو په ليكو كې په ډيره منظمه توګه خپله دنده پر مخ وړي او تمه چې د ننګرهار په شمول د افغانستان په يوشمېر نورو ولايتونو كې به هم د ښځينه پوليسو د روزولو لپاره يوشمېر مركزونه پرانستل شي.

يوشمير له دغو نويو فارغو شويو ښځينه پوليسو څخه ازادي راډيو ته وويل:

"۱- زما نوم ذالقعده ده او د غزني ولایت اوسېدونکې یم، دلته تالاشي کول، مخابره، تفنګچه او کلاشنکوف چلول زده کوو.

۲- زما نوم ملالۍ بهادري ده، زه خپلو خویندو ته وایم، چې په دې کار دې وویاړي، چې د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه خپل وطن او خپلو خلکو ته خدمت کوي.

دا دې ننګ نه ګڼي، چې پولیسه، صاحب منصبه یا عسکره ده، ځکه دوی ته دا د ویاړ ځای دی او کوښښ دې وکړي، چې مظلومو او بې وزلو خلکو په غم شریک شي او د هغوی مرسته دې وکړي."

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په پام كې لري چې په راتلونكو څو كلونو كې په افغانستان كې د ښځينه پوليسو شمېر ۵۰۰۰ ته لوړ كړي او په عين حال كې د افغانستان د دفاع وزارت چارواكو هم ويلي دي، چې دوی هم هڅه كوي يوشمېر زياتې ښځينه سرتيري د ملي اردو ليكو ته جذب كړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم په دې وروستيو كې رسنيو ته ويلي و، چې ۴۴ ميرمنې يې د ملي اردو د روزنې په مركزونو كې د زده كړو لپاره جذب كړي دي.

په داسې حال كې چې د افغانستان د كورنيو او د دفاع د وزارتونو چارواكي هڅه كوي، چې د امنيتي ځواكونو ليكو ته زياتې ښځينه سرتيري جذب كړي خو له بلې خوا په افغاني ټولنه كې د يوشمېر ستونزو له امله ډېرې لږې ميرمني دې ته زړه ښه كوي، چې له امنيتي ځواكونو سره يوځای شي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس