ګېټس: افغانستان څخه له وخته دمخه د پوځیانو د ایستلو امکان شته
ګېټس وايي، ایران د افغانستان په وړاندې دوه مخې سیاست لوبوي وروستی بدلون 20 12 1388 01:59 PM
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ ګېټس، چې د افغانستان په سفر بوخت دی، وایي، چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره ښایي امریکایي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتې دمخه چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما یې اعلان کړی وو، له افغانستانه په وتلو پیل وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس نن وویل، چې د دې امکان شته، چې هغه اضافي امریکایي ځواکونه به، چې ولسمشر بارک اوباما یې له افغانستان څخه د وتلو د پروسې د پیل لپاره د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت ټاکلی و، له وخته د مخه دا نتقال پروسه پیل کړي.
ګېټس که څه هم د دې پروسې د پیل لپاره مشخصه نېټه په ګوته نه کړه خو ویې ویل چې د ځواکونو د وتلو پروسه به له شرایطو سره تړلی وي.
ګېټس دغه څرګندونې په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
په دې مرکز کې د امریکایي او بریتانوي روزونکو له خوا افغان عسکر و ته څو اونۍ روزنه ورکول کیږي.
بریتانوي ډګروال سیمون لیوي ګېټس ته وویل، که د ناټو غړي هیوادونه ډېر روزونکی ورکړي، د افغان ځواکونو د شمېر د زیاتوالی پروژه به له پلان سره سم تطبیق شي.
د روان کال تر مني پورې د روزل شویو ۱۳۴ زره سرتیرو هدف ټاکل شوی دی.
پنټاګون هیله من دی، چې افغانان ژر د امریکایي ځواکونو د اوږو بار سپک کړي.
له ګېټس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ وویل، ځواکونه یې لیواله دي، چې د هیواد د دفاعي چارو مسولیت په خپله غاړه واخلي خو هغه په دې اړه يې چې دوی به دې کار ته څه وخت چمتو شي څه ونه ویل.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وویل، موږ به د ځواکونه دانتقال پروسه د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې د مخه پیل کړو خو دا پروسه به له وضعیت سره تړلې وي.
خو له دې سره سره نوموړي وویل، چې موږ باید زغم له لاسه ورنه کړو.
ګېټس په کابل کې د افغان ځواکونو د روزنې په مرکز کې د عسکرو تمرینات له نږدې ولیدل. ګېټس وویل، د عسکرو دغو تمرینونو پر ده ډېر اغیز وکړ.
ګېټس وویل، که څه هم نن ورځ ښایي ډېر تمرکز د افغانستان په جنوب کې په روانو عملیاتو وي، خو د روزنې هغه چارې چې په دې مرکز کې ترسره کیږي، هم ډېر د اهمیت وړ دی.
هغه زیاته کړه یوه ورځ باید افغانان د افغانستان امنیتي چارې په خپله سمبالې کړي.
ګېټس پرون له یوشمېر هغو امریکایي ځواکونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو پرضد پراخو عملیاتو کې برخه لري.
کله چې له ګېټس څخه یوه خبریال په دې اړه، چې افغانستان ته د ایران د ولسمشر احمدی نژاد د سفر په اړه د ده نظر څه دی، پوښتنه وکړه، ګېټس وویل، یقینا دا د اندیښنې وړ دی.
ده وویل موږ په دې باور یو، چې افغانستان باید له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري، خو موږ د افغانستان له ګاونډیانو هم تمه لرو، چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره صادقانه اړیکې ولري.
رابرټ ګېټس تهران تورن کړ، چې په افغانستان کې دوه مخې سیاست لوبوي، که له یوې خوا له افغان حکومت سره د دوستي او مرحمت له لارې مخ ته ځي خو له بلې خوا په دې هېواد کې د طالبانو په ملاتړ سره د امریکایي او د ناټو ځواکونو د هلوځلو په لاره کې خنډونه رامنځته کوي.
د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد په عکس العمل کې وویل، دا متحده ایالات دی چې دوه مخې رول لوبوي، دوی په خپله تروریستان رامنځته کړي او اوس وایي، چې د دغو تروریستانو په وړاندې مبارزه کوی.
احمدي نژاد په افغانستان کې د متحده ایا لاتو د حضور په اړه شک څرګند کړ ویې ویل، دا هېواد چې د ځمکې د کُرې په بله څنډه کې پروت دي، په افغانستان کې یې له مداخلې هدف څه دی؟