راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / سېمه

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي د تاجکیستان انتخابات یې پر معیارونو پوره نه ول

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان مرستیال پیا مولیر د تاجکیستان پر انتخاباتو خبریالانو ته څرګندونې کوي .
10.12.1388
داسې ښکاري چې د ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ واکمن ګوند به په دې انتخاباتوکې د پارلمان ډيرې څوکۍ
خپلې کړي وي.

په همدې حال کې یوشمیرتاجک سیاسي فعالانو دانتخاباتو پر شفافیت شک څرګند کړی دی.

د اروپا دامنیت او همکارۍ سازمان چې څارونکو یې ددغو انتخاباتو څارنه کوله ویلي، که څه هم دغه انتخابات په سوله ییزه فضا کې ترسره شول خو ویې نشوکولای چې د دې سازمان معیارونه پوره کړي.

د اروپا دامنیت او همکارۍ سازمان په خپره کړۍ اعلامیه کې ویلي چې دغه انتخابات ډیربې نظم ووچې په نتیجه کې یې پراخو درغلیو ته زمینه برابره شوې.

دی سازمان ویلي دانتخاباتو په جریان او هم دنوم لیکنې په پروسه اوانتخاباتي کمپاینونو کې ډیرې ستونزې موجودې وې.

د تاجکستان داپوزیسیون یوشمیر سیاست والو او رایې ورکونکو هم د دغو انتخاباتو پرشفافیت شک څرګند کړی دی.

څارونکي وایي، تمه ده چې دولسمشرامام علي رحمان په مشرۍ واکمن د خلق ډیموکراتیک ګوند به د دې هیواد د ۶۳ کسیز پارلمان ډیرې څوکۍ وګټي.

مخکې د پارلمان څه باندې پنڅوس څوکۍ ددې ګوند په واک کې وې.


په دې انتخاباتو کې دامام علي رحمان درویشت کلن زوی رستم هم چې د خپل پلار یو احتمالي ځای ناستی بلل کیږي، د دوشنبې محلی شورا ته ځان کاندید کړی دی.

په دی انتخاباتو کې د خلق ډیموکراتیک ګوند سربیره د سوسیال ډیموکرات او د تاجکستان داسلامی غورځنګ ګوند چې د مرکزي اسیا په هیوادونو کی یوازینی قانونی اسلامي ګوند دی برخه اخیستې.

د سوسیال ډیموکرات ګوند مشر رحمت اله ظاهروف په دوشنبه کې وویل، ډیر شکایتونه وررسیدلي چې په ډیرو انتخاباتي مرکزونو کې څارونکي په دې ندی توانیدلي چې په سمه توګه د رایې ورکولو بهیروڅاري.

ظاهروف د ازادۍ راډیو تاجکي څانګې ته وویل دوی له دې څخه منع کړای شوو چې درایې ورکولو بهیرله نژدې وڅاري.

((موږ په یوشمیرانتخاباتي مرکزونو کې لکه دیوې رایې د څوځلې استعمال په شان د غیرقانوني فعالیتونو شاهد وو. چارواکودرایې ورکولو په مرکزونو کې عکس یا فلم اخیستوته اجازه نه ورکوله. دوی همدارازپرانتخاباتي څارونکو محدودیتونه لګولي وو.))



د تاجکستان اسلامی غورځنګ چې د دې هیواد په پارلمان کې ډیرې لږې څوکۍ لري، د دغو انتخاباتولپاره یې ډیر کمپاینونه کړي څو ډیرغړي یې پارلمان ته لاره ومومي.

خو د دی ګوند یوځوان غړی محی الدین کبیری وایي درایې ورکولو له پروسې څخه د خپلو سترګو لیدلي حال دې ډیر ناهیلی کړی دی.

(( موږ هیله من وو چی دغه انتخابات به د ۲۰۰۵ کال د انتخاباتو په نسبت په ښه ډول ترسره شي. خو په خواشینۍ سره زموږ انتخاباتي مرکزونو ته رسیدلي راپورونه وایې چې د حوزوچارواکې تراوسه په هیواد کې شفافو او ډیموکراتیکو انتخاباتو ته تیارنه دي.))

داروپا دامنیت اوهمکارۍ سازمان دوه سوه څارونکي تاجکستان ته استولي و چې پردغوانتخاباتو څارنه وکړي.

تراوسه غربي څارونکو هیڅکله هم په تاجکستان کې انتخابات شفاف او عادلانه نه دي بللي.
ټاکل شوې ده چې دتاجکستان د یکشنبې دورځې د پارلماني اومحلي شورګانو دانتخاباتورسمي نتایج په دوو اونیو کې اعلان شي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس