د هند صدراعظم سعودي عربستان ته ولاړ
د هندوستان صدراعظم من موهن سینګ 10.12.1388
د هند صدراعظم منموهن سنګ د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو په مقصد د شنبې په ورځ ریاض ته ورسېد.
منموهن سنګ د هند لومړنی صدراعظم دی چې په تېرو ۲۸ کلونو کې سعودي ته سفر کوي. له سعودي چارواکو سره د ده په خبرو کې به د انرژۍ، د منځني ختیځ د سولې او له افراطي ډلو سره د مبارزې مسایل شامل وي.
د هند صدراعظم منموهن سنګ نوې ډيلي ته له تللو مخکې په یوه مرکه کې وویل چې له سعودي چارواکو په کتنه کې به له تروریزم سره د مبارزې او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په مقصد، د دواړو هېوادونو پر همکارۍ بحث وکړي.
ښاغلي سنګ زیاته کړه، دی او د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز، دواړه په دې نظر دي چې د ملکي خلکو پرضد تاوتریخوالی او دهغو وژنه په هر دليل چې وي، د توجیه وړ نه ده.
منموهن سنګ د هند لومړنی صدراعظم دی چې سعودي عربستان ته په نژدې دریو لسیزو کې سفر کوي. پخوانۍ صدراعظمه اندرا ګاندي په ۱۹۸۲م کال کې دې هېواد ته تللې وه.
د هند او سعودي په اړیکو کې ۲۸ کلن کنګل لومړی ځل د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د ۲۰۰۶ کال په جنورۍ میاشت کې نوې ډیلي ته په تلو سره مات کړ.
د هند صدراعظم د یکشنبې په ورځ د ریاض د سوداګرۍ په خونه او مشورتي شورا کې وینا وکړه، او په پام کې لري چې وروسته د سعودي له پاچا سره هم کتنه وکړي.
د کابل د جمعې ورځې په خونړۍ حمله کې د نهو هندي اتباعو وژل کېدو د دواړو مشرانو د خبرو په اجندا کې امنیتي مسایلو ته ځانګړی اهمیت ورکوي خو نور نړیوال اوسیمه ایز مسایل هم شته چې دواړو اړخونو ته په زړه پورې دي.
د ایران اټومي پروګرام هغه مسئله ده چې هم د اټومي وسلې لرونکی هند او هم سعودي عربستان پرې اندېښمن دي.
د منځني ختیځ د سولې په مسئله کې د هند صدراعظم ډاډ ورکړ چې له اسراییلو څخه د پام وړ وسلې له پېرلو سره سره د ده حکومت د داسې یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو پلوي کوي چې مرکزیې په ختیځ بیت المقدس کې وي.
ریاض ته په سفر کې د هند له صدراعظم سره د سوداګرو یوه لویه ډله ملګرې ده چې له اقتصادي اړخه د دې سفر اهمیت په ډاګه کوي.
د هند او سعودي عربستان ترمینځ د تجارتي راکړې ورکړې کچه په تېرکال کې ۲۵ میلیارده ډالرو ته ورسېده. سعودي عربستان هند ته د خامو تېلو ترټولو لوی صادروونکی هېواد دی. د هند د سوداګرۍ د خونو د راپور له مخې په هند کې د تېلو د مصارفو په سلو کې شل له سعودي څخه واردېږي.
له بلې خوا تخمیناً ۱،۶ میلیونه هندیان په سعودي عربستان کې په کار بوخت دي چې هلته د مېشتو لس میلیونه بهرنیو کارګرانو د ډلې ترټولو لویه ډله ده. دوی په وړو کارونو بوخت دي او هرکال میلیونونه ډالره خپلو کورنیو ته استوي.
په پام کې ده، دواړه مشران د اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ پر برخو سربېره د بندیانو د تبادلې په برخه کې هم ګڼ تړونونه لاسلیک کړي.