پاکستان: د جندالله مشر زموږ په مرسته ونيول شو
06.12.1388
د تهران لپاره د پاکستان سفير محمد عباسي د چهارشنبې په ورځ وويل، پاکستان له ايران سره مرسته وکړه، چې عبدالمالک رېګي ونيسي. نوموړى د سني مخالفي وسلوالې ډلې مشر و، چې د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې په سيستان بلوچستان ايالت کې په بمي چاودنو تورن و.
عباسي چې په تهران کې يې يوې غونډې ته خبرې کولې او په دې اړه يي نور جزيات له خبريالانو سره شريکول، وويل:
”زه بايد ووايم، که د پاکستان مرسته او همکاري نه واى، رېګي به نه شواى نيول کېداى“
ويل کېږي پاکستان او ايران د افغانستان په مسايلو کې زيات نفوذ لري او هڅه کوي په دې وروستيو کې چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د تدريجي وتلو اعلان شوى، له افغانستان سره ښې اړيکې ولري او په ځينو مسايلو کې مرسته وکړي.
رويټرز اژانس زياتوي، امريکا چې د ايران د اټومي پروګرام پر سر له تهران سره لانجه لري، د افغانستان د با ثباته کولو په برخه کې له امريکا سره د دې هېواد همکاري کمه ده.
زياتو تحليل کوونکو په روانه مياشت کې د پاکستان له خوا په کراچۍ کې د طالبانو د يوه مهم مشر ملا عبدالغني برادر او ځينو نورو طالب مشرانو نيونه وليدله. ګومان کېده چې ملا برادر د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو هڅه کوله.
يوه امنيتي تحليل کوونکي رويټرز اژانس ته ويلي، زيات طالب مشران په پاکستان کې پټ دي، خو د پاکستان له خوا د طالبانو د ځينو غړو وروستۍ نيونه د خبرو اترو لپاره پيل شوې تياري زيانمنوي او د پاکستان د رول په اړه شکونه زياتوي.
د ايران د امنيتي ځواکونو له خوا د جند الله د مشر رېګي د نيولو په اړه راپورونه ضد او نقيض دي. دغه ډله د اکتوبر د اتلسمې په بمي حمله تورنه ده، چې تر څلوېښتو زيات ايرانيان يې ووژل، په وژل شويو کې پنځه د ايران د سپاه پاسداران انقلاب غړي وو.
د ايران د استخباراتو وزير حيدر مصلح وويل، رېګي له ايرانه دباندې هغه وخت ونيول شو، چې د قرغزستان او دوبۍ ترمنځ يې د پرواز تابيا کوله.
په ويډيو کې هم رېګي ښکاري چې له الوتکې ايستل کېږي او څلور کسان چې په ماسکونو يې مخونه پوښلي، نوموړى له ځان سره روان کړى.