راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

اوونیز پروګرامونه / تاندې څانګې

د ځوانانو لپاره د ازادۍ راډیو اونیزه خپرونه

08.11.1388
شطرنج څنګه لوبه ده او لدې لوبې سره د افغان ځوانانو لېوالتيا څومره ده د دې پوښتنو ځوابونه به د خپرونې په لومړۍ برخه كې واورئ.
شطرنج هغه دوه كسيزه ذهني لوبه ده چې نن سبا په ټوله نړۍ كې ترسره كېږي او ګڼ مينه وال لري.
د شطرنج يا چترنګ لوبې د پيدايښت په اړه ډېر روايتونه شته، ويل كېږي شطرنج له نن څخه ۲۵۰۰ كاله مخكې په هندوستان كې سيسابن دهير ابداع كړ. د دې لوبې له اختراع نه مقصد دا وو چې د جګړو د ميدان او نظامي تكتيكونو ښودنه وشي.

په اتمه ميلادي پېړۍ كې شطرنج د عربو په ذريعه اسپانيا ته ولېږديد او له هغه ځايه اروپا او ورو ورو ټولې نړۍ ته خپور شو.

بيا په افغانستان كې د انټرنټي خدمتونو د زياتېدو په اړه رپوټ لرو دا به هم واورئ چې څنګه كوى شو انټرنټ كور ته راكاږو.

تر څه موده دمخه په افغانستان كې له انټرنټ نه د استفادې بيه په ساعت شپيته افغانۍ وه خو د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت وايي چې د نوري فيبر له لارې د افغانستان او پاكستان له وصل كېدو سره اوس دغه بيه لس افغانيو ته په ساعت کې راټيټه شوې ده. نوري فيبر داسې يوه وسيله ده چې د نور له لارې په ډېره چټكۍ اطلاعات لېږدوي او بيه يې د سټلايټ او نورو اطلاعاتي وسيلو په پرتله لږه ده..

د خپرونې په وروستيو كې د اوونۍ د سندرې اورېدل هم له ياده مه باسئ.

تاندې څانګې خپرونه چې په كابل كې يې لينا شريفي جوړوي هره شنبې او دوشنبې خپرېږي.
د حرفواندازه - +

ږغ اوتصویر

ږغ

تاندې څانګې پروګرام واورئ

 

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس