راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

اوونیز پروګرامونه / ژوند په شېبو کې

د افغاني کلتور، دودونو او انګیرنو په اړه او نیز پروګرام

04.11.1388
ژوند په شيبو كې به نن لومړى د ساز يوې بادي الې سورني په اړه معلومات اورئ . د ساز دغه محلي اله ځكه سورنى بولي چې د سور په ورځ غږول كېږي ،په دري ژبه كې سور ښادۍ او نى شپيلۍ او كړكي ته وايي ،جوړښت يې مخروط ته ورته دى، د شپيلۍ غوندې ژبۍ لري ، معمولا د توت او شيشم له لرګي څخه رغول كېږي، پخوا به يې د غويواوګاميښو له ښكرو هم رغول. اوس يې پرلرګينو سربېره فلزي هم پيدا كېږي .سورنى اووه يا اته سوري پاس او يو سورى لاندې لري ، اوږدوالى يې ثابت نه دى له ۳۵ تر ۶۰ سانتېو پورې جوړيږي . افغان موسيقاران دغه آله افغاني بولي په چين او ازبكستان كې سورنى په لويو اركسټرونو كې هم غږول كيږي خو په افغانستان كې معمولاد كليوالوپه بانډارونواو مجلسونو كې تر سترګو كېږي ، اركسټرونو ته لا نه دى ورګډ شوى .

د خپرونې دوهم مطلب د ژمي دڅيلو په اړه دى چې ځينې افغانان يې څلويښت او ځينې شپيته ورځې بولي د څيلو په اړه موجودې انګېرنې هم په زړه پورې دي.

دا پروګرام دلته اوریدلی شۍ:
د حرفواندازه - +

ږغ اوتصویر

ږغ

ژوند په شېبو کې
پوډکاسټ
SubscribeGoogle reader

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس