راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

ستاسو راپورونه

یو اوریدونکي د ازادۍ راډیو د اوږدو ليکونو ریکارډ مات کړ

د کابل په سټوډیو کې دموسیقۍ د خپرونې چلونکي میرویس امیني او فریبا حمیدي هغه تر ټولو اوږد لیک ته د راډیو له لارې ځواب وايي چې په دې وروستیو کې رارسیدلی دی .
29.03.1388

په دې وروستیو کې ازادۍ راډیو یو داسې لیک تر لاسه کړی چې تر اوسه پورې موږ ته د رارسیدلې لېکونو تر ټولو اوږد لیک دي .

ددې لیک اوږدوالی تر اتو مترو زیات دی چې یو اوریدونکي د سندرو میلمانه خپرونې ته را استولی دی او تر اوسه  ازادۍ راډیو  ته د راغلیو ټولو اوږدو لیکونو څخه اوږد لیک دی.
په لیک کې سلامونه ، شعرونه ، سندرې، غوره ویناوې ،په زړه پورې مطالب  او په بېلابېلو رنګونو کښل شوي ښکلي رسمونه تر سترګو کېږي.

موږ له دې اوریدونکې څخه مننه کوو او کور ودانې ورته وايو چې په دومره مینه او خلوص يې دومره یو اوږد لیک لیکلی او موږ ته يې استولی دی.

څومره چې ممکنه وه موږ يې لیک په راډیويي خپرونو کې خپور کړی . او دا دی په ویب پاڼه کې مو هم تاسو پرې خبر کړﺉ.

پر دې سربېره د ازادۍ راډیو  هره ورځ د بېلابېلو خپرونو  لپار په تېلفوني پیغامونو او ایمیلونو سربېره  د ګڼ شمیر اوریدونکيو لېکونه هم را استوي.

دالېکونه ډېرکله یوازې پر یو سپین کاغذ څو کرښې نه وي ، بلکې زموږ یوشمیر اوریدونکي موږ ته ډېر په زړه پورې له ډول ‌ډول رنګونو ، تصویرونو او رسمونو ډک لېکونه هم راستوي .

د ازادۍ راډیو کارکونکي د خپلو اوریدونکو داسې له مینې او خلوص نه په ډکو لېکونو خوشالېږي مننه ترې کوي او په بېلابېلو خپرونو کې يې خپروي.

له نورو اوریدونکي هم هېله لرو چې زموږ د خپرونو په اړه موږ ته لېکونه راواستوي ، تیلفوني پیغامونه راته ثبت کړي او ایمیلونه راته ولېکي، موږ په بېلابېلو خپرونو کې ستاسو لیکونه او پیغامونه خپرو.

او همدارنګه د خپرونو په جوړولو کې هم ستاسو نظرونه په پام کې نیسو. 
 


 



 


 

د حرفواندازه - +

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس