اروپا: چین باید په ایران کې اقتصادي تشه ډکه نه کړي
12.06.1389
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د څانګې مشرې کاترین اشټون له چین څخه غوښتنه کړې ده څو پر ایران د وروستیو لګول شویو بندیزونو له وجې په هغه هېواد کې د رامنځ ته شوې اقتصادي خلا د ډکولو لپاره د چینايي کمپینو مخه ونیسي.
د ملګروملتونوامنیت شورا چې چین یې دایمي غړی دی په تېره جون میاشت کې پر ایران د هغه هېواد د اټومي پروګرام له وجې د څلورم ځل لپاره بندیزونه اعلان کړل.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې چې پرون چین ته خپل سفر پای ته ورساوه، خبریالانو ته وویل، چې دا به له وخته مخکې وي که ووایو چې چینايي کمپینو په ایران کې خپل حضور پیاوړی کړی.
خو دې څرګنده کړه چې د چین د بهرنیوچارو وزیر ینګ ییچي ته د دې د پیغام مقصد دا و چې دا تمه لري چې رامنځ ته شوې خلا باید ډکه نشي.