روسیه کې نن سیاسي مخالفان مظاهرې کوي
09.06.1389
د روسیې د حکومت مخالفین او د بشري حقونو فعالان په نظر کې لري چې په منظمه توګه په مسکو ، سنپترزبورګ او یو شمیر نورو ښارونو کې نن ناوخته مظاهري وکړي .
مخالفین او د بشري حقونو فعالان هڅه کوي چې د هرې میاشتي په یودیرشمې نیټې باندې مظاهرې وکړې او په دې توګه د روسیې د اساسي قانون یو دیرشمې مادې ته د پاملرنې غوښتنه کوي .
دا ماده په ازاده توګه د غونډو تر سره کیدل تضمیونوي . مقامات په پرله پسې توګه دې ډول مظاهرو ته د اجازې له ورکولو انکار کوي ، دوې وايي ددې مظاهرو اړتیا نشته .
د مخه تر دې چې مظاهره پیل شي پولیس يې مخه نیسي او مظاهرچیان له سیمې لري کوي .