په پکتیا کې زیات شمېر وسلوالو طالبان وژل شوي
05.06.1389
په پکتیا کې امنیتي مسولین وايي، چې تېره شپه په سیمه کې پر وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې زیات شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند نن ازادۍ راډیو ته وویل چې پېښه د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې شوې او په وژل شوېو کې د طالبانو مهم کسان نه شته.
د پکتیا د والي ویاند همدا راز د پکتیا په ختیځ کې د ماین په چاودنه کې د درېو پولیسو د وژل کېدو او د دوو نورو د زخمي کېدو خبر تاید کړې دې.