بغداد کې پرلپسې چاودنو تر څلویښتو زیات کسان ووژل
03.06.1389
راپورونه وايي په عراق کې د څو حملو په ترڅ کې لږ تر لږه څلویښت تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي .
چارواکي وايي تر ټولو خونړۍ پیښه د بغداد په یوه شمالي ښارګوتي کې وه چې په ترڅ کې یې یوه ځان وژونکي د پولیسو د یوه مرکز شاه ته لږ تر لږه پینځلس تنه ووژل چې نهه تنه یې ملکي کسان ول . په دې پیښه کې څه باندې پنځوس تنه ټپيان شول .
د بغداد په جنوب کې د چارواکو په وینا د پاسپورټ په دفتر کې په یوه موتړ کې ځای په ځای شوی بم وچاودیده چې لږ تر لږه پینځلس تنه په کې ووژل شول .
په دوې کې ډیر پولیسان ول. د چارواکو په حواله نن د بغداد په دری نورو سیمو کې هم په موتړو کې ايښودل شوی بمونه وچاودیدل .